د حكومت لخوا د ټېكس وركوونكو او د اېف بي آر ترمېنځه د شخړو منصفانه حل لپاره اقدامات د ستائنې وړ دي۔ توقير بخاري

image

اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) د پېنډې اسلام آباد د ټېكس بار اېسوسي اېشن صدر سيد توقير بخاري وئيلي دي چې د حكومت لخوا د ټېكس وركوونكو او د اېف بي آر ترمېنځه د شخړو منصفانه حل لپاره اقدامات د ستائنې وړ دي٬ دې اقداماتو سره په ټېكس وركوونكي ريليف ترلاسه كړي او په اېف بي آر او عدالتونو به بوج كم شي۔ په يو بيان كښې ده ووئيل چې د ټېكس وركوونكو او د اېف بي آر ترمېنځه د اختلافاتو په صورت كښې ټېكس وركوونكې خپله ستونزه د تفاهم په كمېټې كښې وړاندې كولې شي او دې سره به دا مسئله زر تر زره حل كېږي۔ ده ووئيل چې دا كمېټې وړاندې هم موجود وې خو واك ئې نه لرلو خو اوس ئې واك زيات كړې شوے او د پرېكړو عملي كول ئې لازم ګرځول شوي دي۔ ده ووئيل چې كمېټې ته په يو سل شل ورځې كښې پرېكړه كول وي او دواړه ډلې به د دې عملي كولو پابند وي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں