د علامه سیّد نیاز حسېن نقوي نړيوال رحمت اللعالمين كفنرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) نوموړي عالم دين او مذهبي سكالر علامه سیّد نیاز حسېن نقوي وئيلي دي په ختم نبوتۖ باور او عقيده نه لرونكي د اسلام د دائرې نه خارج دي۔ د نهې په ورځ نړيوال رحمت اللعالمين كفنرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د ختم نبوت او زمونږ د ذمه واريو پحقله په قرآن حکیم كښې نزدې 100 آياتونه راغلي چې پكښې په استدلال سره خبره شوې ٬ په ځنينو لفظونو كښې خو د ختم نبوت ذكر هم راغلې او په ځينو آياتونو كښې شواهد موجود دي د كومو څخه چې مونږ ته معلومېږي چې دا د ختم نبوت سره تعلق لرې۔ ده ووئيل د ختم نبوت مطلب هم دا دې چې مونږ قانون په لاس كښې وانخلو٬ زمونږ ذمه واري دا ده چې مونږ د الله او د رسولۖ د احكاماتو پېروي وكړو٬ اولس او د اميرانو د ټولو ذمه واري ده چې د پېغمبرۖ د احكاماتو پېروي وكړو او چې د كومو نه مونږ منع كړې شوې يو د ھغې نه لاس په سر شوو۔ علامه سيد نياز حسېن نقوي ووئيل په کشمیر، فلسطین ، غزہ، یمن ، سوريه ، عراق، لیبیا او میانمار كښې چې څه روان دي ھغه د ټولو په وړاندې دي٬ مونږ له پكار دي چې مونږ د خپل هېواد مسلمانانو نه علاوه د نورو هېوادونو د مسلمانانو په اړه هم فكر وكړو۔ ده ووئيل كه مونږ په يو بل د كفر فتوې ولګوٶ نو دا به د ختم نبوت د فلسلفې برعكس وي لكه څنګه چې په عقيده توحيد ايمان ساتل واجب دي دغسې په ختم نبوت باور او عقيده نه ساتونكي هم د دائره اسلام نه خارج دي

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں