اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هاٶسنګ ټاسك فورس غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر، د منصوبه بندۍ وزير خسرو بختیار، د پنجاب سینئر وزیر علیم خان، د سندھ هاؤسنګ وزير سعید غني، د قامي اسمبلۍ غړي نجیب هارون، د صوبائي اسمبلۍ غړو فردوس شمیم، شوکت ترین، د هاٶسنګ سېكتر ډاکټر عمران زېب ، د ټاسك فورس غړو او نورو لوړ پورو ګډون وكړٶ۔ د ټاسك فورس چیئرمین ضیغم محمود رضوي د ټاسك فورس چیئرمېن وزیراعظم له ?? نوي پاكستان هاٶسنګ پروګرام په اړه د موجزه قانون سازۍ ٬ د وفاق او په صوبائي كچه جوړو كړو هاٶسنګ ا??ها??ټيز او موجوزه رئيل اسټېټ رېګولېټري ا??ها??ټۍ او په نورو چارو تر اوسه ?? شوي پېشرفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ نوې پاكستان هاٶسنګ پروګرام د پي ټي آئي حكومت د ټولو نه مهم پروګرام دے چې ورسره به بې كوره كسانو له ?? كور آسانۍ ترلاسه كېدو سره سره د هېواد معاشي عمل ګړندې شي او ځوانانو له ??ه د روزګار موقعې په لاسو ورشي ۔ وزیراعظم عمران خان په دې موقع امر وكړٶ چې د نوې پاكستان هاٶسنګ پروګرام دائره كار د آزاد كشمير او ترګلګت بلستان پراخه كړئ