په كراچې كښې د چينائي قونصلېټ ټول غړي محفوظ دي

image

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په كراچې كښې د چينائي قونصلېټ ټول غړي محفوظ دي٬ صورتحال د پوليسو او رېنجرز په مكمل كنټرول كښې دے٬ امنيتي ادارو كراچې د لوي سازش نه بچ كړې۔ د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د امنيتي اهلكارو په ځوابي ډزو كښې 3 ترهګر وژل شوي دي٬ په عملياتو كښې د پوليسو دوه ځوانانو ځان قربان كړے۔ ده ووئيل چې د پېښې په شا سازش ته به ځان رسوو

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں