اولس مشر ډاكټر عارف علوي د لسم نړيوال دفاعي نندارتون او سيمينار (آئیډیاز 2018ء) پرانسته وكړه

image

کراچۍ 27 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د د لسم نړيوال دفاعي نندارتون او سيمينار (آئیډیاز 2018ء) پرانسته وكړه ۔ د پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې اولس مشر د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان كښې د وسلې پېداوار دفاعي مقاصدو لپاره دې او وي به ٬ د هېواد د پولو دفاع او د ترهګرۍ مخنيوي په ضد په هلو ځلو امنيتي ځواكونو ته پېرزونې وړاندې كوٶ۔ ده ووئيل په دې لړ كښې بايد نړيواله ورورولي د پاكستان قربانيو نه سترګې پټې نه كړي۔ اولس مشر عارف علوي ووئيل منطقه كښې ترهګرۍ او ګاٶنډ كښې ناامنۍ د هېواد امنيت نېغ په نېغه ځپلې دې چې په سوب ئې زيات ځانونه قربان شوي او قامي معيشت ته هم لوي زيان رسېدلے٬ د دې ټولو حالاتو باوجود پاكستان د كال 1980 څخه په لويه شمېره كډوالو ته پناه وركړې ده ۔ اولس مشر ووئيل نړۍ له دا حقائق تر نظر لاندې ساتل پكار دي او پاكستان ته په نړيوال سپورټ فنډ كښې جائز برخه وركول پكار دي ۔ اولس مشر منطقه كښې د عدم استحكام له مخې پاكستان كښې د امنيت اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل چې غذائي تحفظ ٬ اقتصادي استحكام او د اولس سماجي تحفظ ته هم برابر پاملرنه كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان د جنګ حمايت نه كوي ځكه چې جنګونو څخه لوږه او بې وزلي سوا كېږي۔ آئيډياز 2018 د دې حقيقت عكاس دې زمونږ وسله دفاعي مقاصدو لپار ده كومه چې منطقه كښې د امن ضمانت دے۔ اولس مشر ووئيل قوي دفاعي صلاحيت زمونږ ضرورت دے دغسې چې نړۍ ته معلومه شي چې پاكستان يو قوي هېواد دې او د خپلې دفاع عزم لري۔ ده ووئېل دې منطقې سره سره په نړۍ كښې د امنيت تصور بدلېږي او په ھغې د پاكستان په تناظر كښې ځان پوهولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل مونږ ترهګرۍ سره مخ يو او په ھغې مو قابو وموندلو اوس مونږ سماجي تحفظ پلو پام ګرځولې او په دې لړ كښې اولس ته روزګار٬ تعليم ٬صحت او نور بنيادي ضرورتونه وركولو لپاره هڅې كوو۔ اولس مشر د سائبر امنيت باوري كولو په اړه د اړوند ادارو د كرادار ستائنه كولو سره ووئيل د مصنوعي ذهانت په څانګه كښې تحقيق ته وده وركولو لپاره كوټلې هلې ځلې د وخت ضرورت دے۔ اولس مشر ګاٶنډي هېواد سره د شخړې حواله وركولو سره ووئيل چې پاكستان ټولې مسئلې په سوله ايز ډول هوارولو كښې خوښي لري٬ د كشميريانو د خواهشاتو او اميدونو بايد احترام وكړې شي۔ ده ووئيل هند له خبرو اترو ته ناسته پكار ده او د حقيقت نه د سترګو پټولو په ځائ د شخړو هواري لپاره دوه اړخيزه خبرې اترې پكار دي۔ اولس مشر په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې پاكستان په دفاعي ساز و سامان جوړولو كښې په تندۍ سره خوانحصاري ترلاسه كوي۔ د دې نه وړاندې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبېر محمود د اولس مشر هركلے وكړو۔ په دې موقع د دفاعي پېداوار وفاقي وزير زبېده جلال٬ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ٬ د كراچۍ ميئر وسيم اختر او ملكي او

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں