اسلام آباد ۔ 3 دسمبر (اے پی پی) د نېشنل هېلت سروسز ٬ رېګولېشنز اېنډ ك??آرډينېشن وفاقي وزير عامر محمود كياني وئيلي دي فارما انډسټری د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي او حكومت به د فارما سوټيكل انډسټرۍ حالات لا ښه كو??و له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ فارما سوټيكل انډسټري ته پېښې مهمې مسئلې حل كو??و له حكومت ټولې ممكنه هڅې كوي دغسې چې دا صنعت ښه ترقي كولو سره د برآمداتو په وده كښې ف??ال?? كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد او پندۍ مهم فارما مېنوفېکچررز او اېکسپورټرز يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د اسلام آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری صدر احمد حسن مغل په مشرۍ كښې ده سره ملاقات كولو۔ وفاقي وزير ووئيل ډېر زر به د فارما انډسټري استازو سره يو بل ملاقات كوم په كوم كښې به چې انډسټري سره اړوندو ټولو حكومتي چارواكو ته هم بلنه وركولې شي دغسې چې د سټېك هولډرز د وړاندېزونو په رڼا كښې فارما صن??ت ته د پېښو مهمو مسئلو حل كو??و له اصلاحي ګامونه پورته كړې شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر احمد حسن مغل ووئيل فارما انډسټري د هېواد تر ټولو زياتې تندۍ سره پرمختګ كوؤنكې صنعت دې ولې د حكومت د پام څخه محروم پاتې كېدو لامله يو شمېره مسئلو سره مخ دے۔ ده ووئيل د حكومت د غوره پاملرنې په سبب د انډيا د فارما انډسټري كلن برآمدات 24 ارب ډالره ته رسېدلي او د پاكستان د فارما مصنوعاتو برآمدات يوازې 25 كروړه ډالره دي۔ ده غوښتنه وكړه چې حكومت دې فارما انډسټری پلو خاص پام وكړي او د دې مسئلو حل كو??و له دې ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل كه حكومت مرسته وكړي ن?? فارما انډسټري د برآمداتو زياتولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي او دې سره به د پاكستان د زرمبادله پنګې هم زياتې شي۔