پېښور 11 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شا?? فرمان سره د پېښور كور كمانډر لېفټېننټ جنرل شاهين مظهر محمود د نهې په ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔ هغه څه وخت لپاره ګورنر سره ؤ او ورسره ئې د صوبې او په خاص توګه د قبائيلي ضلعو په وضعه خبرې وكړې۔ ګورنر په دې موقع د كور كمانډر په حېث وظيفې ترسره كولو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر شا?? فرمان په سيمه كښې د امن په ځائ ساتلو په لړ كښې د پاك پوځ خدمات وستائيل او وې وئيل د خوږ وطن سلامتيا او است??كا?? باوري كولو لپاره به ټول قام د پاك پوځ د ځوانانو او افسرا??و په قربانيو فخر كوي۔