په لورالائي كښې د اېف سي په ټريننګ سنټر د امنيتي ځواكونو په استوګنه او په انتظامي كمپاؤنډ ترهه ګرو د بريد هڅه كړې

image

پینډۍ01 جنوري (اے پي پي)د بلوچستان په لورالائي ضلع كښې د اېف سي په ټريننګ سنټر د امنيتي ځواكونو په استوګنه او په انتظامي كمپاؤنډ ترهه ګرو د بريد هڅه كړې ده ٬امنيتي ځواكونو ترهه ګر په داخلي پوائنټ ايسار كړې شوي وو ۔ د آئي اېس پي آر له مخې په خپل بنيادي هدف كښې د ناكامۍ نه وروستو ترهه ګرو ناتاره ډزې كړي او د پوستې سره نزدې كمپاؤنډ ته ننوتلي د كومې چې امنيتي ځواكونو سمدستي محاصره كړې۔امنيتي ځواكونو په وخت او د مړانې په كاروائۍ كولو ترهه ګر د آبادې سيمې ته د ننوتلو څخه ايسار كړي ٬ كه چرته هغوي آبادۍ سيمې ته ننوتلي وو نو زيات ځاني زيان كېدې شو۔ په سمدستي توګه د عملياتو نه پس د ځانمرګي بريد كونكي پشمول څلور ترهه ګر وژلې شوي چې پكښې يو ځانمرګي بريد كونكې هم شامل ؤ چا چې د عملياتو كليئر كېدو په آخري پړاؤ كښې ځان الوزولې۔په پوسته د ابتدائي ډزو په نتيجه كښې څلور امنيتي اهلكار شهيدان او دوه ژوبل شوي دي ۔په شهيدانو كښې صوبېدار ميجر منور٬حوالدار اقبال خان٬حوالدار بلال او عسكر نقشات شامل وو

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں