وزيراعظم عمران خان په انقره كښې د مصطفٰی كمال اتاترك په مزار حاضري وكړه

image

انقره 04 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جمعې پھ ورځ په انقره كښې د جديد تركيې باني غازي مصطفٰی كمال اتاترك په مزار حاضري وكړه او په مزار يې ګلدسته كېښودله۔وزيراعظم په دې موقع په ګولډن بك كښې خبل تاثرات هم وليكل۔وزيراعظم په خپلو تاثراتو كښې وليكل چې د 20مې پیړۍ عظيم مدبر او په دوراندېش مشرانو كښې شامل د غازي مصطفٰی كمال اتا ترك په مزار حاضري او هغه ته پېرزوينې وړاندې كول ده لپاره د اعزاز خبره ده۔وزيراعظم په خپلو تاثراتو كښې وليكل چې غازي مصطفٰی كمال اتا ترك په سختو حالاتو كښې د ترك قوم مشري كړې۔ده د ترك قوم بلكې په حقيقت كښې د نړۍ تاريخ بدل كړې۔هغه په ټوله نړۍ كښې د استعمار په ضد مقاؤمت كونكو لپاره د لارې مشال جوړ شوې۔هغه د جرآت٬عزم٬استقلال٬صبر او تحمل او د دانش روحانه ميناره وه۔وزيراعظم ووئيل چې بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح غازي مصطفٰی كمال اتا ترك په عظيمو شخصياتو كښې ګرځولې۔وزيراعظم د پاكستاني حكومت او اولس لخوا غازي مصطفٰی كمال اتا ترك لپاره د عقيدت او احترام څرګندونه وكړه او وې وئېل چې د ترك قوم آزادۍ او اتحاد لپاره به د غازي مصطفٰی كمال اتا ترك هڅې او مشري د تاريخ په پاڼو كښې تل په زرينو ټكو ليكلې شي

مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں