اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګڼدا پور وئيلي دي چې ملګرو ملتونو 70 كاله ??ړا??دې د كشميريانو د خپلواكې حق منلې خو تر اوسه ئې په عملي كولو كښې پاتي راغلي٬ هند په مقبوضه كشمير كښې د حېوانيت او سفاكۍ نوې مثالونه جوړ كړې دي٬ په كشمير كښې د 13 څخه تر 25 ك??لو ځوانان په خاص توګه په نښه كولې شي۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس به كشميري اولس ته د دوئي د خپلواكۍ حق وركولو له ??پلې سفارتي ٬ سياسي او اخلاقي هڅې دوامدارې ساتي۔ ده ووئيل چې د نن نه 70 كاله ??ګاهو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د كشميريانو د خپلواكۍ حق منلو سره په سپېځلي توګه د رايو شمېرې د لارې د دوئي د سباؤن پرېكړې كولو قرارداد منظوري وركړې وه۔ ولې افسوس په دې خبره دې چې د 70 كلونو تېرېدو سره هم نړيواله ورورولي او ملګري ملتونه د خپلواكۍ حق په دې قرارداد عملدرآمد كولو كښې ناكامه پاتې شوي دي او د خپلو سياسي او معاشي ګټو لامله ??وئي په كشميري اولس د روان زور ظلم او زياتي څخه سترګې پټې كړې دي۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د حېوانيت او سفاكۍ نوې مثالونه جوړ كړې دي او تېره ورځ ئې هم څلور بې ګناه كشميريان شهيد كړي دي۔ ده ووئيل په كشمير كښې د 13 څخه تر 25 ك??لو ځوانان په خاص توګه په نښه كولې شي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير سره اړوند د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن راپور يوه لويه سفارتي كاميابي ده چې په بنياد ئې د كشمير مسئله په نړيواله ??وګه رامخې ته كولې شي۔ ده ووئيل په خپله ?? هند دننه ځينې شعور لرونكې حلقې دا تسليموي چې د كشمير مسئله ي??از?? د مذاكراتو د لارې حل كېدې شي۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ كشميري اولس ددې لوظ پخلې كوي چې د ملګرو ملتونو لخوا منلې شوې د خپلواكۍ حق زمونږ پېدائشي حق دے او مونږ به چرې دې نه په شا نه شوو۔ ده ووئيل په اېل او سي بې درېغه ډزې او مقبوضه كشمير كښې انسانيت سوز ظلمونه د خپلواكۍ حق له ?? كشميري اولس عزم كمزورې كولې نه شي۔ ده زياته كړه چې كشميري اولس به هند څخه خپل حق ضرور اخلي۔