د سپارکو پرمختيائي كارونو له 3 اربه 11 کروړه روپۍ جاري كړې شوې

image

اسلام آباد ۔ 7 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د سپاركو پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه تر دې دمه د 3 اربه 11 كروړه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي۔ حكومت ددې څانګې پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال د 2 اربه 90 كروړه څخه د زياتو روپو فنډز بېل كړې دي۔ دغسې د غېر ملكي مرستې مد څخه ئې دې لپاره 2 اربه 62 كروړه روپۍ بېلې كړې دي۔ د پلاننګ كمېسيون لخوا د جاري كړې شويو شويو شمېرو لمخې حكومت پاکستان رېموټ سین سینګ سېټلائټ کراچی ، لاهور او اسلام آباد له 41 کروړه 34 لکھ او ګلګت بلتستان كښې ريسرچ سېنټر له د 8 کروړه روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں