اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي) كښې د ټېكسټائل انډسټرۍ آسانيو ٬برآمدات زياتولو٬د كاټن درآمد له د ټېكسونو رعايت له بشپړه شمېرې وغوښتلې شوې٬د پاكستا?? سټيل ملز بحالۍ لپاره د غوره تګلارې جوړولو سپارښتنه هم كړې ده۔د اي سي سي غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د ټېكسټائل ډويژن لخوا د كاټن په درآمد د ??سټ?? ډيوټۍ٬ايډېشنل ??سټ?? ډيوټۍ او سيلز ټېكس بېرته اخستلو په اړه د تجويز جاج واخستلې شو۔د دې تجويز مقصد په هېواد كښې د ټېكسټائل انډسټري آسانيو لپاره د كاټن طلب او رسد فرق لرې كول دي كوم سره به چې صنعت ته ګټھ ورسي او د دې څانګې برآمدات به زيات شي ۔اي سي سي دا هم ووئيل په پروپوزل كښې د تجارت او ??يو??يو په حقله تفصيلي شمېرې شاملولو ته اړتيا ده۔په دې لړ كښې اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه شوې چې دا كمې پوره كړي دغسې چې په دې حقله ښه پريكړه وكړې شي۔ غونډه د صنعت او پیداوار وزارت لخوا د پاكستا?? سټيل ملز بحالۍ لپاره د عمل وړ تجويزونو په لړ كښې د پوهانو يوې ډلې لخوا د تګلارې جوړولو څخه خبر كړی شوه۔اي سي سي امر وكړو چې په دې معامله د پاكستا?? سټيل ملز بورډ آف ډائرېكټرز/انتظاميې مشاورت سره غوره تګلاره جوړه كړئ او په ټاكلي وخت كښې دغه حتمي منظورۍ لپاره وړاندې كړې