وفاقی کابینې د ای سی اېل جائزہ کمېټۍ د اړخه د 20 كسانو نامې ای سی ایل څخه د وېستلو سفارش رد کړې

image
APP69-10 ISLAMABAD: January 10 - Chaudhry Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting and Makhdoom Khusro Bakhtiyar, Federal Minister for Planning, Development & Reform and Deputy Chairman Planning Commission briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 10 جنوری (اے پی پی) وفاقی کابینې د ای سی اېل جائزہ کمېټۍ د اړخه د 20 كسانو نامې د ای سی ایل څخه د وېستلو سفارش رد کړې دې، د جعلی اکاؤنټس په معامله كښې د 172 كسانو نامې په ای سی اېل كښې اوس هم شته، د سپریم کورټ تفصیلی پرېكړې نه پس به په ای سی اېل كښې د اچولې شوي نامو جاج يا په پرېكړه د نظر ثانی كولو اپیل دائر کولې شي وفاقی کابینې د ای سی سی پرېكړو،ائیر مارشل ارشد محمود د پی آئی اے سی ای او ،شاہ رخ نصرت د سول ایوی اېشن ډی جی او د اسلام اباد کمشنر عامر علی احمد له د سی ډی اے چیئرمېن اضافی چارج ، ریئر ایډمرل اطهر د کراچۍ شپ یارډ انجینئرنګ ایم ډی ،صالح محمد د ټریډ ډوېلمنټ بمعه ډوېلپمنټ کمپنی کراچۍ سیکتر اضافی چارج ،عائشه عزیز د انوسمنټ کمپنۍ ایم ډی تعینات کولو ،ټوبېکو بورډ كښې د دوه اوونو پراختيا نه علاوہ سولر پاورټیرف جنرېشن منظوری وركړې، وزیراعظم هاؤس كښې د 44 زره برېښنا یونټس په استعمال وزیر اعظم نوټس اخستلو سره د آډټ امر كړې ،وزیراعظم سپارښتنه كړې چې د سمندر پورې غاړه پاکستانيانو لپاره د روزګار موقعې پیدا کولو لپاره په 48 ساعتونو كښې دې د نیګیټوکیټګری فهرست وړاندې كړې شي او د پيټروليم وزارت دې د ګاز په اړه كوټلې پالیسی وړاندې كړي۔ د زيارت پھ ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن د شماریات وفاقی وزیر خسرو بختیاراو شماریات ډویژن سېکتر سره ميډيا ته بریفنګ وركولو۔ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن ووئيل د جعلی اکاؤنټس معامله په 2015 كښې پيل شوې وه چې پكښې د سندھ حکومت مهم شخصیات د سندھ وزير اعلی مراد علی شاہ،آصف علی زرداری ،فریال تالپور په دې سکېنډل كښې مرکزی کردار لري، د سندھ حکومت په اربونو روپۍ د مراد علی شاہ په لاس اومنی ګروپ ،دوبئی ،لندن ،پیرس او نورو ښارونو ته رسولې دي، د جعلی اکاؤنټس تحقیقاتی راپور 2018 كښې وړاندې كړې شوې وو چې پكښې د جے آئی ټی په سفارش 172 كسانو نامې کابینې په ای سی ایل كښې اچولې وې۔ وفاقي وزير ووئيل د كورنيو چارو وزارت د ای سی اېل جاج اخستلو کمېټۍ د کابینې غونډې په مهال د 20 كسانو د نامو وېستلو سفارش کړې كوم چې کابینې رد كړې دې۔ د قانون او انصاف وزارت کابینې ته ووئيل د سپریم کورټ تفصیلی پرېكړه لا نه ده ترلاسه شوې، په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د عدالتی پرېكړې جاج اخستلو نه پس به په ای سی اېل كښې د اچولې شوي نامو جاج اخستلو يا په عدالتی پرېكړه د نظر ثانۍ اپیل دائر کولو پرېكړه كولې شي،کابینې يوه كمېټي جوړه كړې چې پكښې د قانون او انصاف وزیر فروغ نسیم ، د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار آفریدی، د وزیراعظم خاص مرستيال شهزاد اکبر ، د كورنيو چارو سیکتر شامل دې، دې كمېټۍ له ټاسك وركړې شوې چې د 172 نامو جاج واخلي، چې د چا څه څه كردار ؤ، په دې اړه جاج اخستلو نه پس به خپل سفارشات وفاقی کابینې ته وړاندې كوي۔ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن ووئيل دا خبره د اطمینان وړ ده چې د معاشی پالیسو مېوې ترلاسه كېدل پيل شوي،دسمبر 2018 نه تر اوسه پرائیوېټ سېکټر د بانكونو څخه 504 اربه روپۍ قرض ترلاسه كړې، تېر كال 304 اربه روپۍ قرض ترلاسه كړې شوې ؤ، اېکسپورټ كښې زياتوالې د معاشی پالیسۍ مهمه برخه ده، په يوه مياشت كښې په برآمدت كښې 4.5 فیصده زياتوالې شوې او درآمدات كښې 8.5 فیصده کمې شوې دغسې تجارتی خسارہ كښې هم 19فیصده کمې شوې۔وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن ووئيل د کابینې غونډې په مهال وزیراعظم د قانون وزارت ته سپارښتنه كړې چې په 48 ساعتونو كښې دې د نیګیټوکیټګری فهرست وړاندې ګړې شي او د پيټروليم وزارت دې د ګاز په اړه كوټلې پالیسی وړاندې كړي، حکومت دوه ځائيز شهرت لرونكو له پراخه موقعې وركول غواړي۔ ده ووئيل وفاقی حکومت سندھ كښې د پرمختګ كار كول غواړي ځكه چې هلته هم اولس پی ټی آئی له مینډېټ وركړې خو پخواني سسټم له فنډز نه شي وركړې كېدې، دې لپاره د کراچۍ ډویلپمنټ کمپنی به فعالولې شي،د یو اے ای د اړخه د فلټر پلانټ منظورۍ نه پس به د کراچۍ وګړو له د څښلو پاكې اوبه وركولې شي۔ده ووئيل وفاقی کابینې پرېكړه كړې چې پی آئی اے ،سی ډی اے نه علاوہ ډویلپمنټ اتھارټیز مشري به پرائیویټ سیکټر له وركولې شي دغسې چې ښه پوهان راوړاندې شي او پیشه وره كسان کار سنبھال كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د جے آئی ټی په سفارش اچولې شوي نامې به پھ ای سی ایل كښې دا مهال وي، د سپریم کورټ تفصیلی پرېكړی نه پس به په دې معامله غور كولې شي۔ده ووئيل د پی ټی آئی حکومت معاشی ډله پھ هېواد كښې د بې روزګارۍ ، توان بحران ختمولو ، د پرمختګ اهداف ترلاسه كولو له شپه ورځ كار كوي۔ ده ووئيل پی آئی اے كښې ښه والې رامخې ته كېږي،

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں