میانوالی ۔ 27 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران ??ان ?? اتوار په ورځ ميانوالي كښ?? د نمل سټي اولنې اكېډمك بلاك پرانسته وكړه۔ د نالج سټي جوړولو مقصد ميانوالي كښ?? يو داسې مركز جوړول دي چرته چې د علم او تحقيق هلې ځلې روانې او ددې يو بل سره ??ډو?? ممكن وي۔ په نالج سټي كښ?? به اکېډېمک بلاکس، نالج سېنټر، سپورټس کمپلېکس، اسپتال، ټېکنالوجی پارکس، بزنس سېنټرز، شاپنګ مالز، ډېری فارم، ریزارټ، سافټ وئېر هاوسز، هوټلز، پرائمری سکول او استاذانو لپاره د استوګنې كالوني جوړولې شي۔ د نالج سټی په جوړولو به نزدې 200 ملينه ډالره مصرف كولې شي۔ دا منصوبه به تر كال 2027ء بشپړ شي۔ ددې ځائې آبادي به په 11 زره كسانو مشتمل وي او نزدې په 4 ملین مربع فټ زمكه به دا ودانۍ جوړولې شي۔ دلته به د 7 زره طالبعلمانو او طالباتو او د 600 فېکلټی غړو ګنجائش وي۔ نمل هغه پوهنتون دې چرته چې 97 فیصد طالبعلمانو سره مالي مرسته كېږي۔ پوهنتون لپاره 1000 اېكړه زمكه ترلاسه كړې شوې ده چرته چې د پاكستان ?? 55 ضلعو زده كوونكي زده كړې ترلاسه كوي۔ پوهنتون كښ?? دا مهال 32 فېكلټي غړي دي په كومو كښ?? چې 19 د ډاكټرېټ ډګري ترلاسه كړې ده