اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سر??ايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شریف وئيلي دي حکومت کاروبار اسانولو په اړه پاكستان د نړيوالې درجۍ بندۍ په وړومبو 50 هېوادونو كښې د شاملولو عزم لري٬ پېداوار زياتول٬ صنعتي څانګې لپاره د جديدې ټېكنالوجۍ وده٬ د ون ونډو له مخې سر??ايه كارو ته آسانۍ وركول ٬ د توان او امنيت وضعه ښه كولو ته حكومت وړومبنۍ پاملرنه كوي٬ وزيراعظم هېواد كښې د تجارتي او كاروباري هلو ځلو ودې په اړه هره مياشت پخپله د غونډې مشري كوي٬ چین، سعودی ع??ب، یو اے اي، کوریا او ماليزيا پاکستان كښې سر??ايه كاري كول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ عبدالرزاق داؤد او د سر??ایه کارۍ بورډ چیئرمېن هارون شریف خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ عبدالرزاق داؤد ووئيل مونږ خارجي سر??ايه كارو له وېزه وركولو له آساني پېدا كوٶ او سفارتخانو ته امر شوې چې اړوندو ادارو په معاونت سر??ايه كارو له د ويزې نظام آسان كړئ ٬ دوي ووئېل په دې لړ كښې سر??ايه كارو لپاره انټري ويزه په 24 ساعتو كښې د جاري كولو اقدامات شوې او دا سلسله آن لائن كړې شوې۔ ده ووئيل په صنعتي څانګه كښې سر??ايه كارۍ لپاره مراعات وركوٶ۔ په دې موقع هارون شریف ووئيل حکومت کاروبار اسانولو په اړه پاكستان د نړيوالې درجۍ بندۍ په وړومبنو 50 هېوادونو كښې د شاملولو عزم لري او سر??ايه كارو لپاره 47 بېلا بېلو ټېكسونو محدود كولو سر?? 16 ته راوستې شوې او ټېكس به آن لائن هم ادا كولې شي۔ هارون شریف ووئيل نوې سر??ايه كارو لپاره د كاروبار رجسټرېشن لپاره هم آسانۍ پېدا كړې شوې۔ ده ووئيل د اېس اي سي پي٬ د سر??ايه كارۍ بورډ٬ اېف بي آر او د پنجاب حكومت آسانۍ به په يو ځائ ترلاسه وي۔ عبد الرزاق داؤد ووئيل زمونږ د برآمد كوٶنكو ري ف??ډنګ زر نه وركړې كېږي ٬ دي لپاره پرامېسري نوټ جاري كوٶ٬ د دوي د كلېم د درېمې برخې به پرامېسري نوټ جاري كولې شي او څنګه ئې چې روپۍ راشي شاملولې به شي۔ ده ووئيل كراچۍ لنك كوٶ ٬ بي او آئي سر?? د ون لنك د لارې د ټولې نړۍ خلق په يو كلك پاكستان كښې كاروبار پېل كولې شي۔ ده ووئيل د قرض نظام د الېكټرانك رجسټرۍ كار روان دے كوم چې به په راتلونكو دريو مياشتو كښې بشپړ كړې شي۔ ده ووئيل ويزه فري ريجېم پېل كړې شوې٬ ويزه آن لائن كړې شوې او په ابتدائي توګه د څلورو هېوادونو ويزه آن لائن كړې شوې ۔ ده ووئيل كاروباري شخصيات د ګلګت بلتستان٬ ګوادر او كشمير پشمول هېواد كښې هر خوا تللې شي٬ د تېلو په سېكټر كښې ګلف هېوادونه سر??ايه كاري كول غواړي