د خېبر پښتونخوا سينئر وزير په مشرۍ كښې د قبائيلي ضلعو د ډپټي كمشنرانو غونډه

image

په غونډه كښې د آركيالوجيكل ځايونو په ګوته كولو او محفوظ كولو لپاره د 7 كروړه روپو منظوري وركړې شوه٬ د ضم شويو ضلعو په هر يو ډويژن كښې به د سپورټس كمپلېكس د بنياد تيګه روانه مياشت كېښودلې شي
پېښور 31 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا سينئر وزير عاطف خان په مشرۍ كښې د قبائيلي ضلعو د ډپټي كمشنرانو غونډه شوې۔ په غونډه كښې په قبائيلي ضلعو كښې د سېلګرۍ٬ كلتور٬ آركيالوجي او لوبو په وده غور وكړے شو۔ په غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې كلتوري چارو لپاره به هرې يوې قبائيلي ضلعې ته 30 لكه روپۍ وركولې شي۔ په غونډه كښې د آركيالوجيكل ځايونو په ګوته كولو او محفوظ كولو لپاره د 7 كروړه روپو منظوري وركړې شوه٬ د ضم شويو ضلعو په هر يو ډويژن كښې به د سپورټس كمپلېكس د بنياد تيګه روانه مياشت كېښودلې شي۔ په غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې په ټولو قبائيلي ضلعو كښې به د ځوانانو مركزونه هم جوړولې شي

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں