اوسنې حكومت د غېر ملكي زرمبادله ذخيرې مستحكم كولو لپاره هېواد ته نېغ په نېغه سرماريه كاري راوړلو لپاره هڅې كوي۔ د ذوالفقار بخاري

image

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار بخاري وئيلي دي چې اوسنې حكومت د غېر ملكي زرمبادله ذخيرې مستحكم كولو لپاره هېواد ته نېغ په نېغه سرماريه كاري راوړلو لپاره هڅې كوي٬ دې مقصد لپاره به په راتلونكو څو اونيو كښې په بېلا بېلو هېوادونو كښې روډ شو پېل كړې شي٬ د دې كمپائن پرانسته به د برتانيې نه كولې شي او خليجي هېوادونو ته به رسولې شي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره په مركه كښې ده ووئيل چې پاكستان جوړ كړئ سرټيفيكېټس سمندري پورې پاكستانيانو لپاره د امريكې ٬ اروپا او خليجي هېوادونو په نسبت په زياته ګټوره شرح د محفوظ سرمايه كارې د خپل نوعيت وړومبې اقدام دے۔ ده ووئيل چې په پاكستانې روپې كښې بانډز اخستلو لپاره په يو بل كمپائن هم غور كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں