وزیراعظم عمران خان د متحدہ عرب امارات په دوره دبۍ ته ورسېد، د وزیراعظم عمران خان او د ابوظهبي ولی عهد ترمينځه ملاقات

image

دبئی ۔ 10 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د متحدہ عرب امارات وزیر اعظم او د دبئی حاکم شېخ راشد بن محمد بن راشد المکتوم په بلنه د اتوار په ورځ د متحده عرب امارات په يوه ورځنۍ دوره دبۍ ته ورسېد۔ وزيراعظم به په 7 مې نړيوالې حكومتي غونډه كښې ګډون كوي۔ د دبۍ په رائیل ایئرونګ هوائي مېدان د ابوظهبۍ ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان وزيراعظم ته تودې هركلې ووې۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی ، د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ، د سمندري چارو وزير سید علی حېدر زېدی ، د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد او د اصلاحاتو خاص مرستيال ډاکټر عشرت حسین هم وزيراعظم سره دے۔ د وزيراعظم عمران خان او د ابوظهبي ولي عهد ترمينځھ ملاقات هم وشو۔ د وزیراعظم میډیا آفس لخوا جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د ملاقات په مهال د دوه اړخيزو اړيكو او بېلو څانګو كښې د مرستې ودې په شمول په مهو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ٬ د سمندري چارو وزير علي حېدر زېدي او سمندرې پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار بخاري به هم د پلاويو په كچه كېدونكو ملاقاتونو كښې ګډون كوي

مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں