اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن س??مان ته پاك سعودي اړيكو ته د استحكام وركولو او رابطو ته د نوي روح وركولو په اعتراف كښې د هېواد تر ټولو اعلیٰ سول اعزاز “نشان پاکستان” وركړې شو ۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ايوان صدر كښې راجوړې كړې شوې يوه دستوره كښې ده ته دا اعزاز وركړو۔ دستوره كښې د وزیراعظم عمران خان په شمول د سعودي پلاوي ٬ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر، د وفاقي كابينې غړي٬ جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬ سروسز چيفس ٬ سفيرانو او لوړ پورو هم ګډون وكړو۔ سعودی ولي عهد ته ?? پاکستان تر ټولو اعلی اعزاز ??ړا??دې كولو سره ووئيل شول چې ?? پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د ډېر مودې راهېسې د ورورولۍ اړيكې موجود دي او د دې بنيادوونه زمونږ په شريك دين ٬ نظام ٬ اقدارو ٬ تهذيب او كلتور كښې پېوست دي۔ د سعودي ولي عهد دې اړيكو ته خپل ذاتي پام او سرپرستۍ سره نوې ژوند وركړې دې۔ محمد بن س??مان بن عبد العزیز السعود تل ?? پاكستان رښتنې او مخلص ملګرې پاتې شوې دې، ?? پاكستان حکومت او اولس د دې خلوص د زړه د كومي نه اعتراف كوي٬ ?? پاکستان اقتصادي او معاشرتي پرمختګ لپاره د سعودي پراخا مرستې ته ?? پاكستان اولس په درنه سترګه ګوري٬ او د دوي بشپړه ملاتړ ?? پاكستان اولس او قيادت لپاره تل د طاقت او توان سبب ګرځېدلې او تل به ياد ساتلې شي۔ ?? پاکستان او سعودی عرب ترمېنځه د اړيكو مستحكم كولو او په دې كښې د نوي روح اچولو په اعتراف كښې اولس مشر محمد بن س??مان ته ?? پاكستان اعلی ترین اعزاز “نشان پاکستان” وركړې۔ د دې نه ??ړا??دې د سعودي ولي عهد محمد بن س??مان چې ايوان صدر ته راورسېدو نو د ده تود هركلې وشو۔ د سعودی ولي عهد محمد بن س??مان وزیراعظم عمران خان سره په روايتي بګهۍ كښې راتللو سره ايوان صدر ته راورسېد۔ اولسمشر ډاكټر عارف علوي د ايوان صدر په مركزي دروازه د ولي عهد هركلې وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد حسېن او نور لوړ پوري هم موجود وو٬ په لاره كښې بېلا بېلې ډلې موجودې وې كومو چې د بېلا بېلو صوبو او سيمو د كلتور عكاسي كوله۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي د سعودي ولي عهد محمد بن س??مان په درناوي كښې د ماسپخښين د مېلمستيا اهتمام هم وكړو۔ چې پكښې وزیراعظم، د وفاقي كابينې غړو٬ سروسز چيفس او اعلٰې چارواكو ګډون وكړو