پینډي 28 فروری (اے پی پی)پاك پوځ د هندي يرغل مخ نيوي لپاره په لائن آف كنټرول(اېل او سي) په بشپړه توګه چمتو ولاړ دے٬اولس دې محتاط اوسي او په ګنګوسو پسې دې غوږونه نه وړي او په ذمه وارۍ دې سوشل مېډيا اوكاروي۔د آئي اېس پي آر له مخې پاك پوځ او په مجموعي توګه د پاكستان درې واړه وسله وال ځواكونه د هندي يرغل مخ نيوي لپاره په بشپړه توګه چمتو ولاړ دي۔د تېرو 48 ساعتو په مهال د هند لخوا په اې?? او سي ډزې زياتې شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې په كوټلي٬كهوئي رټه٬تته پاني سېكټرز ك??ې د هندي ځواكونو لخوا د ناتارا ډزو لړۍ روانه ده او د هند لخوا د جنګ بندۍ لوظ نامې خلاف ورزي كېږي۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ ډلو په موثره توګه ځوابي ډزې كړی چې پك??ې د هندي عسكرو د وژنو او د هندي ځواكونو د پوستو ت??اه?? اطلاعات دي۔د هندي ځواكونو لخوا په اې?? او سي په آبادۍ د ډزو په نتيجه كښې څلور وګړي شهيدان او دوه ژوبل شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې د كوم هم هندي جارحيت مخ نيوي لپاره په لائن آف كنټرول(اېل او سي)د پاك پوځ ډله چمتو ولاړه ده او د پاك فضائيه او پاك بحريه ډلې هم په بشپړه توګه چټك دي۔آئي ا ېس پي آر اولس ته وئېلي دي د پاكستان وسله وال ځواكونه د هر ډول صورتحال مخ نيوي لپاره چمتو ولاړ دې٬اولس دې محتاط شي او افواهګانو ته دې پام نه كوي او په ذمه دارۍ دې سوشل مېډيا وكاروي۔د يادونې وړ ده د هند الوتكې د ګل او نهې ترمينځه شپه د لائن آف كنټرول خلاف ورزۍ كولو سره د پاكستان حدود ته راغلې وې او ايمونېشن غورځولو نه پسې تښتېدلي وې د كوم چې بشپړ ځواب وركولو سره په بله ورځ پاك فضائيه دوه هندي جنګي الوتكې راغورځولې او يو پائېلوټ ئې هم نيولې