اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) درېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي حکومت او ادارې په يوه صفحه دي۔ د جمهوریت مضبوط??ا اسټېبلشمنټ له هم ضروري ده۔ وزیراعظم عمران خان او اسټېبلشمنټ چې څومره يو بل ته نزدې دومره مې څوك وړاندې ليدلې نه دي۔ د نجي ټي وي چېنل په يو پروګرام كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزیراعظم عمران خان کرپشن څخه كركه كوي او هغه غواړي چې د كرپټ كسانو دې بې پرې احتساب وكړې شي?? ده ووئيل سعودي عربستان او يو اے اي هم د نواز شريف سياست څخه كركه كوي۔ د يوې پوښتنې په ??واب كښې ده ووئيل د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د چين په سفارتي حلقو كښې خوښولې شي۔ د چين وزيراعظم وئيلي چې ما د جنرال باجوه نه علاوه بل كوم جنرال سره ملاقات كړې نه دې۔ وفاقي وزير ووئيل اېن آر او لپاره په حكومت كوم فشار نشته?? ده ووئيل د نواز شريف او شهباز شريف په راروان كول كښې خليج رامخې ته شوې دې۔ دا مهال د شهباز شريف او مريم نواز سياست د يو بل نه ??ختلف دې۔ ولې چې شهباز شريف حكومت سره تلل غواړي?? ده ووئيل د پي پي پي او پي اېن اېل نون تېرو حكومتونو د هېواد خزانه ??وټ كړې ده او قوم ئې د بې ځايو قرضو لاندې كړې دې?? ده وئيل د تېرو حكومتونو د ناقصو پالېسو دلاسه موجوده حكومت ستونزو سره مخ دې۔ ولې مونږ عزم لرو چې د وزيراعظم په متحركه مشرتابه كښې به هېواد او قام ستونزو څخه ويستلو كښې كامياب شؤ