اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په ځوانانو په خاص توګه په زده كوٶنكو زور رواړوې چې ھغوي خ??ل عملي ژوند كښې د ټولنې پرمختګ لپاره خپل ټول صلاحيتونه پكار راولي٬ ځوانانو له به علم او تحقيق ته پاملرنه كولو سر?? د اوسنيو تقاضو له مخې خپل ځان د پېښو چېلنجونو مخنيوي لپاره جوړول وي٬ د ټېكنالوجۍ پرمختګ په اړه پاكستاني ځوانان دې خپل موثره كردار تر سر?? كړي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت پ?? ورځ د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لېنګوئجز (نمل) 14م كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ اولس مشر په بېلا بېلو څانګو كښې ډګري ترلاسه كوٶنكو زده كوٶنكو ٬ د هغوي استاذانو او د دوي مور او پلار له مباركي وركولو سر?? ووئيل د دې زده كوٶنكو كاميابي د دوي د محنت سر?? سر?? د مور او پلار او استاذانو د هڅو نتيجه ده ٬ استاذانو او مور پلار تعليم ته پاملرنه كولو سر?? د زده كوٶنكو په كردار سازۍ كښې بشپړه برخه اخستې او تاسو ته ئې معاشرتي اقدار ښودلي۔ ده ووئيل مونږ هر وخت نېغې لارې لپاره لوي څښتن ته لاس په دعا يو٬ لوي څښتن مونږ پېدا كړې يو او ھغه زمونږ د رګ رګ نه واقف دے ۔ اولس مشر ووئيل ټولنه كښې ?? رښتياٶ او دروغو ترمېنځه مقابله روانه وي٬ کامیابۍ او د خوشحالو تعلق د مال او دولت سر?? نه بلكې د حقيقي خوشحالۍ تعلق د خواخوږۍ ٬ تقويٰ او باور سر?? وي ۔ده ووئېل په اسلامي تعليماتو كښې هم مونږ د نېكۍ ٬ ښه والي ٬ خواخوږۍ او د تقويٰ درس راكړې كېږي۔ ده ووئيل مونږ بايد كاميابو لپاره محنت وكړو خو په دې موقع خپله خوا اوشا كښې د موجودو خلقو او خپلوانو هم خيال ساتل پكار دي۔ اولس مشر ووئيل نمل پوهنتون كښې سټريټ چلډرن لپاره چې كوم كار كېږي ھغه د ستائنې وړ دے خو بې وسه طبقو لپاره مونږ له په ګډه كار كول پكار دې ٬ ده ووئېل خوارۍ سر?? به دا زده كوٶنكې په څو كالو كښې لوړ مقام ت?? ورسيږي خو دوي له خپلو زړونو كښې د بې وسه طبقو احساس هم خامخا ساتل پكار دي ځكه چې ژوندي قامونه د بې وسه او نادارو خلقو احساس او دړد لري۔ ده ووئيل په نړۍ كښې په تندۍ سر?? بدلون راروان دے او هر خوا د ټېكنالوجۍ دور دے ٬ ده ووئېل په نوي دور كښې مقابله سخته ده٬ د ټېكنالوجۍ په څانګه كښې هر?? ورځ جدت راروان دے ٬ دغسې ځوانانو له به علم او تحقيق ته پاملرنه كولو سر?? د عصرتقاضو له مخې خپل ځان د پېښو چېلنجونو مخنيوي لپاره تيارول وي٬ ځكه چې علم د قام د پرمختګ شارټ كټ دے۔ ده ووئيل پاکستانې قام يو عظيم قام دے او د دې قام په زړه كښې د انسانيت جذبه او دړد موجود دے٬ كله چې زلزله راغله نو پاكستاني قام د رياست د انتظار په ځائ خپله د ځپږيو مرسته كړې۔ اولس مشر ووئيل مونږ د 35 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوٶ او نن هم پاكستان كښې د 20 نه تر 25 لكه افغان كډوال موجود دي او چا هم د دوي د موجودګۍ مخالفت نه دے كړې خو د دې برعكس ځېنې لويديزو هېوادونو څو زره كډوالو ته هم خپلو هېوادونو كښې د دې داخلې اجازه نه د?? وركړې۔ ده ووئيل زمونږ مذهب د بشري خواخوږۍ تعليم وركوي۔ اولس مشر ووئيل نمل پوهنتون د لېنګوېجز په اړه ځانګړې خدمات تر سر?? كوي۔ ده په دې خبره زور رواړو چې سباٶن كښې د موبائل اېپ د لارې ټكې نورو ژبو كښې اچولې كېدې شي او دې سر?? به كميونيكېشن كښې اضافه كېږي خو مونږ له به يو بل سر?? رابطې لپاره د الفاظو په لړ كښې اختياط كول وي۔ ده ووئيل پاكستان په كاميابۍ سر?? په انتها خوښۍ قابو موندلې۔ اولس مشر د پاك و هند د اوسني تاٶ تريخوالي د صورتحال حوال?? وركولو سر?? ووئيل هند چې كله په پاكستان كښې جارحيت وكړو نو مونږ د صبر او زغم څرګندونه كولو سر?? د امن پسندۍ ثبوت وركړې٫ هندي الوتكې چې كله د پاكستاني حدود ته داخل شوې نو مونږ ئې بشپړ ځواب وركړو خو مونږ د خېرسګالۍ جذبې له مخې هندي پائليوټ خوشې كړې كوم چې د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان يو امن پسند او ذمه وار هېواد دے۔ په دې موقع اولس مشر په بېلا بېلو څانګو كښې كاميابي ترلاسه كوٶنكو زده كوٶنكو له ډګرۍ او مېډال وركړل