“احساس” د غربت خاتمې لپاره د حكومت جامع پروګرام دے٬ په ټولو پروګرامونو كښې سپېخلتيا باوري كول غواړو۔ د وزیر اعظم عمران خان

image

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان د غربت خاتمې پروګرام “احساس” د اوسني حكومت فلېګ شپ پروګرام ګرځولو سره وئيلي دي دا د غربت خاتمې لپاره د حكومت جامع پروګرام دے٬ په ټولو پروګرامونو كښې بشپړه سپېخلتيا باوري كول غواړو۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د “احساس پروګرام” عملدرآمد پحقله د شوي پېشرفت جاج اخستو لپاره د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ وزیرا عظم يتيمانانو او بې وسو لپاره د تحفظ ٬ پالنې ٬ هاٶسنګ ٬ نيوټرېشن ٬ د ضلعي پرمختيائي پورټلز٬ د روزګار پشمول د احساس پروګرام د بېلا بېلو پاليسي اقداماتو عملدرامد لپاره د نظام الاوقات جاج واخست۔ وزیراعظم ووئيل “احساس” د اوسني حكومت فلېګ شپ پروګرام دے او د دې مقصد د غربت خاتمه او مخنيوي كول دي۔ ده ووئيل حكومت د بېت المال پشمول ټولو پروګرامونو كښې بشپړه سپېځلتيا باوري كولو له خوښي لري دغسې چې صوبديدي عنصر ختم كړې شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں