اسلام آباد 19 اپرېل (اے ??ي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ او د غربت كمې لپاره د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په مېدان كښ?? تحقيق ضرورې دے٬حكومت د آئي ټي څانګې صلاحيت او اهميت څخه خبر دے او دا يې قامي ترجيح ګرځولې ۔ده دا خبره د آئي ټي او ټېلي كام لپاره د وزيراعظم د ټاسك فورس لخوا د جمعې پھ ورځ ايوان صدر كښ?? وركړی بريفنګ په مهال كړی۔د انفارمېشن٬ټېكنالوجي او ټېلي كام وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول ??ديقي هم پھ دې موقع موجود ؤ ۔اولس مشر ووئيل څلورم صنعتي انقلاب زمونږ د ژوند طرز بدلوي۔ده په دې خبره زور راوړو چې نوې ټېكنالوجيز سره به مثبت بدلونونه رامخې ته كېږي٬د نوې ټېكنالوجيز تقاضې پوره كولو لپاره نوې تصورات او نوې اقداما?? ضرورت دې۔اولس مشر پھ دې خبره هم زور راوړو چې د ټاسك فورس بنيادي مقصد موجوده آئي ټي او د ټېلي كام ډهانچې جاج او په هغې كښ?? ښه وړاندېزونه وركولو سره په غربت كښ?? كمې او كاروبار ته پراختيا وركول ??ي