د ريونيو ډویژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه 3 اربه 42 کروړه 10 لكه څخه زياتې روپۍ جاري شوې

image

اسلام آباد ۔ 6 مئی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د ريونيو ډویژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه 3 اربه 42 کروړه 10 لكه څخه زياتې روپې جاري كړي شوي۔ حكومت د دې ډویژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال 4 اربه 12 کروړه 96 لكه څخه زياتې روپې بېلې كړې ۔ د پلاننګ كمېشن لخوا د جاري كړې شوو شمېرو ترمخه حکومت ګوادر كښې ماډرن کسټمر کلېکټرېټ جوړولو له 3 کروړه، ډی آئی خان كښې ريجنل ټېکس آفس جوړولو له 1 کروړ 20 لكه، ډوېلپمنټ آف انټېګرېټډ ټرانزټ ټرېډ منېجمنټ سسټم له 20 کروړه 30 لكه، ان لېنډ ریونیو آفسز آف پاکستان جوړولو له 14 کروړه او جنګ زون كښې آفس جوړولو له 70 لكه څخه زياتې روپې جاري كړې دي۔

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں