كلبهوشن ياديو له د ريويو حق وركړې شوې٬ خو د دې پرېكړه به پاكستان كوي

image

د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د انصاف نړيوال عدالت د كلبهوشن ياديو له د ريويو حق وركړې خو د دې پرېكړه به پاكستان كوي۔ په پرېكړه كښې د پاكستان د سلامتيا احترام شوے۔ د كمانډر ياديو سره د اپيل حق ٶ ھغه د ملټري كورټ نه پس هائي كورټ ٬ سپريم كورټ ته تللې شو ٬ د رحم اپېل د ھغه حق ٶ۔ خارجه وزير د شورو په ورځ د كلبهوشن ياديو د پرېكړې پحقله خبري كفنرنس ته ووئيل نن د پاكستان پشمول ټوله نړۍ چې د كومې پرېكړه په طمعه وٶ ھغه وړاندې كړې شوه ۔ده ووئېل د فرورۍ په 21مه نيټه محفوظ كړې شوې پرېكړه د انصاف نړيوال عدالت اورولې۔ ده ووېيل نن ټول قام له په دې پرېكړه مباركي وركوم دا زمونږ اخلاقي ګټه ده۔ ده ووئيل هند دا كېس نړيوال عدالت ته په دې بنياد وړاندې كړې ٶ چې د ياديو سزا دې ختمه كړې شي او هغه دې هند ته وسپارلې شي خو عدالت دغه خبرې رد كړې۔ ده ووېيل دا زمونږ نقطه نظر ؤ چې ھغه ترهګر او جاسوس دے او هم د دې خبرې اعتراف د نړيوال عدالت هم كړې۔ ده ووئيل پاكستان يو ذمه واره هېواد دے او پاكستان د ذمه وارۍ رويه خپله كړې ده ۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ سره وخت كم ٶ خو مونږ د نړيوال عدالت احترام كړې۔ ده ووېيل مونږ د قانون احترام كوٶ او د خپل قانون او ضابطې دننه به مخ په وړاندې ځوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب شاه محمود قرېشي ووئيل د ملټري كورټ پرېكړه كالعدم نه ده ګرځولې شوې دا د هند يو خواهش ٶ۔ده ووئيل پاكستان خپل موقف وړاندې كړې چې مونږ په كومو وجوهاتو ھغه د قونصلر رسنه نه ده وركړې ٬ ده ووئېل زمونږ تر مخه جاسوس دا حق نه لري ۔ خبريالانو هم په متفقه توګه خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د خارجه وزارت ټولې ډلې له د دې كېس په كاميابۍ مباركي وركړه۔ ده ووېيل د پاكستان د ميډيا مننه كوم چې ھغوي د پاكستان موقف نړۍ ته په ښه ډول وړاندې كړے

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں