اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي احسن اقبال يوازې په يوه پروژه كښې هېواد ته 50 اربه روپو نه زيات زيان رسولې٬آيا جاوېد صادق احسن اقبال او د شريفې كورنۍ د فرنټ مين كردار نه ادا كولو٬احسن اقبال زما لخوا عدالت كښې د پوښتنو ځوابونه وركولو په ځاې د تېښتې لار خپله كړی۔د شورو په ورځ د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ(پي آئي ډي)لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل احسن اقبال په عدالت كښې د تحريري پوښتنو ځواب نه دې وركړی۔ده پوښتنه وكړه چې جاوېد صادق د احسن اقبال او شريفې كورنۍ د فرنټ مين كردار نه دې ادا كړی۔آيا احسن اقبال يوازې په يوه پروژه كښې د 50 اربه څخه زيات زيان نه دې رسولې٬آيا هغه پھ كال 2013 كښې يوه كمپنۍ سره اېم او يو نه ؤ لاس ليك كړې د كوم چې بولي په كال 2015 كښې لګولې شوې ؟آيا هغه د كك بيكس لپاره پي سي 1 ريوائز كړی نه دے ۔مراد سعيد احسان اقبال نه پوښتنه وكړه چې تاسو د ټولو قواعدو خلاف ورزۍ كولو سره دا ټېكه نه ؤه وركړی٬آيا تا د پلاننګ وزير په حېث د مواصلات وزارت په ځاې لاس ليك نه ؤ كړی۔ ده تپوس وكړو آيا تا د مواصلات وزارت٬كيبينټ او قانون وزارت منظورۍ نه بغېر اېم او يو نه ؤ كړی٬آيا جاوېد صادق د وزيراعظم او ستا په ميټنګ كښې ګډون نه ؤ كړی٬آيا په تا په نېب كښې كيسونه نه چلېږي؟۔وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل زما د تحريري پوښتنو ځواب وركولو په ځاې احسن اقبال د عدالت څخه تېښته كول