اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي ) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلې دي د وفاقي كابينې د انکم ټېکس آرډيننس كال 2001ء كښې د بدلون منظوري وركولو نه پس په وړومبي ځل بلډرز او ډوېليپرز لپاره فكسډ ټېكس رجيم معرفي كولې شي٬ مربع فټ او يو مربع ګز په بنیاد به فکسډ ټیکس نافذ وي ، د سيمنټ او اسټيل نه علاوه به په نور مټيريل ودهولډنګ ټيکس نه وي ‘ بلډرز او ډويلپرز به چې څومره ټېكس وركوي د ھغې لس چنده آمدن او منافع كرېډټ به وصولولې شي٬ ميډيا دې د كرونا وائرس په ضد جنګ او په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره د خپل سكرين د لارې پېغام عام كړي ‘ د کرونا وائرس يوازنې علاج احتياط دے‘ روانه اوونۍ كښې ډاكټرانو او طبي عملې ته د ذاتي تحفظ لپاره آلات (پي پي اېز) د وركولو عمل به بشپړ كړې شي ‘ بل پړاٶ كښې به خبريالانو او ميډيا وركرز ته پي پي ايز وركولې شي۔ دا خبرې د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې فرودس عاشق اعوان د جمعې په ورځ په نېشنل پرېس كلب كښې د ميډيا ادارو كښې د ذاتي تحفظ آلات (پي پي ايز) وېشلو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د پاکستان نېشنل هارټ اېسوسي اېشن (پناہ) عمومي سېكتر ثناء اللہ ګھمن٬ د نېشنل پرېس کلب او خبريالانو تنظيمونو عهدېدار هم په دستوره كښئ موجود وو۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د ميډيا تنظيمونو او د پرېس کلب انتظاميې د خبريالانو په ستونزو د پوهېدو سره عملي ګام پورته كول دا عكاسي كوي چې كله هم په قام سخت وخت راغلې نو د دې قام ټولې طبقې د يو بل په طمعه كېدو په ځائ تر خپله وسه د يو بل مرسته كړې ده ۔ زه د قام دې هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ دې ووئيل دا مهال د كرونا په ضد موثره او د هر اول دستې کردار زمونږ ميډيا ترسره كوي٬ د ميډيا وركران د خپل ځان پرواه كولو نه غېر هر ځائ ته ځان رسوي چرته چې د كرونا ځپليو خپل خپلوان هم موجود نه وي۔ دې ووئيل خبريالان او ميډيا وركرز خپلې ذمه وارۍ په ديانتدارۍ سره ادا كوي ۔ دې ووئيل ګرده نړۍ كښې لوے لوے برجونه چې د صحت سامان ٬ ريسرچ او جديد لېب ورسره وې د دې وباء په وړاندې بې وسه دي۔ دې ووئيل ميديا دې په دوه محاذونو د حكومت مرستياله شي يو د كرونا په ضد جنګ كښې د اولس شعور بېدارولو لپاره د خپل سكرين د لارې پېغام عام كړي او د دي وباء په ضد په فرنټ لائن جنګېدونكو ډاكټران او د طبي عمله چې كوم جهاد كوي ميديا دې د هغوي د خدمات ستائنه وكړي ځكه چې ډاكټران او طبي عمله د مرګ په محاذ مرګ له ماتې وركوي۔ دې ووئيل د وړاندې نه په سونزو كښې راګېره ميديا د وائرس له امله زياته ځپلې كېږي٬ حكومت خپل ريليف پېكج كښئ د ميديا وركرانو شاملولو لپاره مشاورت كوي٬ زما دا ذمه واري ده چې په موثر فورم د ميديا غږ رامخې ته كړم او د مسئلو او ستونزو مخنيوې وكړم۔ دې ووئيل خبريالانو او ميډيا وركز ته د كټس وركولو د وزارتونو په وېډيو کنفرنس كښئ پرېكړه شوې٬ خبريالانو لپاره يو اپېليكېشن دژر كړې شوې چې پكښې به د كرونا وائرس ځپلې خبريالانو او د ھغوي د كورنۍ ډېټا جمع كېږي