اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) آزاد کشمير كښې لاك ډاٶن تر څلورو اوونيو پراخه كړې شوې ٬ په ټرانسپورټ د آزاد كشمير نه بهر او د ضلعو تر مينځه په تګ راتګ به بندېز وي٬ د نهې او جمعې په ورځ به سخت لاك ډاٶن وي۔ د زيارت په ورځ د آزاد کشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان په مشرۍ كښې غونډه كښې وزيرانو او لوړ پورو ګدون وكړو۔ په دې موقع پرېكړه وشوه چې په ټرانسپورټ د آزاد كشمير نه بهر او د ضلعو تر مينځه په تګ راتګ به بندېز وي٬ د نهې او جمعې په ورځ به سخت لاك ډاٶن وي٬ دغسې په واده ښادۍ او هر |ډول اجتماع به بندېز وي۔ ده ووئيل دكانونه به د احتياطي تدبيرونو له مخې د سهار اتو بجو نه تر څلورو بجو د پرانستلو اجازه وي او په دې موقع به سپين ګيري او ماشومان دكانونو ته نه راځي۔ راجه فاروق حېدر ووئيل د خلاف ورزۍ كوٶنكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔ د جوماتونو په اړه به علماﺀ كرامو سره په ګډه په قواعدو او ضوابطو عملدرآمد كولې شي۔