د اسد عمر قامي اسمبلۍ كښې د كرونا وائرس وبا په صورتحال د بحث راغونډولو په مهال خبرې

image

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي مونږ له د وبا مخه نيول دي او د اولس معاشي تحفظ هم كول دي٬په يو څو اوونيو كښې مو 80 لكه كورنيو له لس اربه روپۍ وركړي٬ د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې صنعتونو لپاره د برېښنا بلونو كښې د 50 اربه روپو ريليف ، كروندګرو لپاره 50 اربه روپۍ پېكج ، د صحت نظام بهترۍ لپاره هم پنځوس اربه روپۍ پېكج وركوٶ، د هېواد د آبادۍ اتيا فيصده برخه به په څه نه څه طريقه د حكومتي اقداماتو نه مستفيد كېږي۔ ده ووئيل هېواد كښې موجودو د وبائي رنځونو د نړيوالې كچې پوهانو او د مصنوعي ذهانت د ډېټا پوهانو په مشاورت سره پرېكړې كوٶ٬ د پوهانو د تجويزونو له مخې د صحت په نظام كښې اصلاحات كوٶ، وړومبې مونږ سره دوه لېبارټرۍ وې اوس 70 دي، د ټيسټنګ سهولت د ورځ په بنياد 15 زره ته رسېدلې ٬ ډاكټرانو ٬ طبي عملې ‘ پوليس ‘ رېنجرز ‘ ضلعي انتظاميې ‘ وفاق او د صوبو د صحت عملې د بې مثال كاركردګۍ څرګندونه كړې ‘ مونږ به هله د دې صورتحال نه په كاميابۍ بهر كېږو كله چې مونږ د يوالي او اتحاد سره مخ په وراندې لاړ شوو ٬ څلور واړه صوبائي حكومتونه٬ آزاد کشمير او د ګلګت بلتستان حکومتونو سره په ګډه كار كوٶ۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د كرونا وائرس وبا په صورتحال د بحث راغونډولو په مهال اسد عمر ووئيل د ځينې غړو لخوا ښه تجويزونه رامخې ته شوي٬ امير حېدر خان هوتي ښه تجويزونه وركړي او سوالونه ئې هم پورته كړي۔ ده ووئيل كه شپږو اوونيو له مو هېواد نور بند ساتلې ؤ نو دا وبا به نه خپرېده۔ ده ووئيل څه سوب خو به وي چې دا وبا په امريکه٬ برتانيه چين‘ اټاليه او سپېن كښې خپره شوې۔ ده ووئيل برتانيې د سخت لاك ډاٶن پرېكړه وكړه كوم چې تر څو اوونيو دوام داره وه او بيا ئې نرمي وكړه ٬ دغسې نورو هېوادونو هم معاشي هلې ځلې بندې كړې وې۔ ده ووئيل يوازې هدفي لاك ډاٶن پكار دے۔ ده ووئيل ګرده نړۍ اوس ھغه خبرې سره اتفاق لري كومه چې د وبا د پېل نه پس وزيراعظم عمران خان هېواد كښې د بې وسه او مېنځنۍ طبقې لپاره كړې وه ٬ يوه اندازه لګولې شوې ده چې په هېواد كښې د يو كروړ 80 لكه كورنيو روزګار ځپلې شوے ۔ ده ووئېل مونږ له خلق د معاشي بدحالۍ نه هم بچ كول دي او د دوي روزګار هم په برقرار ساتل دي۔ ده ووئيل په امريكا كښې هره ورځ د دوه نيمو نه تر درېو زرو كسان مري او د امريكې حكومت په 40 رياستونو كښې د لاك ډاون د نرمۍ |خبره كړې چې مقصد ئې د اولس د روزګار تحفظ ؤ ٬ مونږ په پټو سترګو د لويديز تقلېد نه كوٶ۔۔ ده ووئيل د پوهانو د تجويزونو له مخې د صحت په نظام كښې اصلاحات كوٶ۔۔ وفاقې وزير ووئيل د روغتونونو د آئي سي يو د پنځه زره عملې تربيه هم روانه ده او په دې صورتحال كښې د ټولو نه مهم كردار د پاكستان د وګړو دے٬ تر څو چې مونږ په حفاظتي تدبيرونو عمل كوٶ٬ حالات به زمونږ په لاس كښې وي٬ احتياط سره سره د الله پاك نه به دعا هم غواړو۔ ده ووئيل 22 كروړه اولس بندولو په ځاے د ټېكنالوجي كارولو سره د وبا سيمې بندول ښه دي٬ په 500 سيمو كښئ هم دا كاروائي شوې ده۔ ده ووئيل په يو څو اوونيو كښې مو 80 لكه كورنيو كښې لس اربه روپۍ وېشلي ٬ د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې صنعتونو لپاره د برېښنا په بلونو كښې د 50 اربه روپو ريليف ، كروندګرو لپاره 50 اربه روپۍ پېكج ، د صحت د نظام بهترۍ لپاره هم پنځوس اربه روپۍ پېكج وركوٶ۔اسد عمر ووئېل د هېواد د آبادۍ اتيا فيصده برخه به په څه نه څه طريقه د حكومتي اقداماتو نه مستفيد كېږي۔ ده ووئيل د پوهانو د تجويزونو له مخې د صحت په نظام كښې اصلاحات كوٶ، وړومبې مونږ سره دوه لېبارټرۍ وي اوس 70 دي، د ټيسټنګ سهولت د ورځ په بنياد 15 زره ته رسېدلې دې٬ډاكټرانو ٬ طبي عملې ‘ پوليس ‘ رېنجرز ‘ ضلعي انتظاميې ‘ وفاق او د صوبو د صحت عملې د بې مثاله كاركردګۍ څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل د اېن ډي اېم اے عملې ته هم پېرزوئنې وړاندې كول غواړي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں