اسلام آباد28جولائي (اے پي پي) افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان وئيلي ديپاکستان بهد افغانستان پحقله خپل تعميري كردار دوامدار ساتي، د افغان ټرانزټ ټريډ مسائلو پحقله په جامع بنيادونو كار كوو، افغانستان كښې امن او استحكام ډېر ضرورې دے خو افغان كشاله پوځي حل نه لري بلكې سياسي حل په افغانستان كښې د امن او استحكام ضمانت وركوي، افغانستان كښې د پاکستاني چينلز او پاکستان كښې افغان ټي وي چينلز چلېدل پكار دي۔ د شورو په ورځ د پاك افغان يوته فورم تر سېوري لاندې د دوه ورځني ميډيا كانكليو دوېمې ناستې ته خپلې كليدي وېنا كښې ده ووئيل پاکستان او افغانستان د پېړيو راهسې تاريخي، مذهبي او كلتوري خپلولۍ باندې تړلې شوي ٬ د دوارو هېوادونو ترمېنځه 2600 كلوميټره اوږده پوله شته او دا خبره هم ډېر خوشيبنه ده چې په پاك افغان پوله د پښتنو نه علاوه نان پشتون هم پاكستان لپاره د خېرسګالۍ جذبات لري۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مثالي اړېكو په نړۍ كښې مثال نه موندلے كېږي۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن او استحکام ضروري دے٬ خو افغان كشاله پوځي حل نه لري بلكې سياسي هوارے په افغانستان كښې د امن او استحكام ضمانت وركوي٬ د پاكستان قيادت او ادارې دا ګڼي چې د افغانستان بحران حل په خبرو اترواو اتفاق سره تر سره كېدې شي۔ده ووئېل وزيراعظم د كابل په دوره كښې په واضح توګه وئيلي وٶ په افغانستان كښې د امن زياته ګټه به پاكستان او د عدم استحكام په صورت كښې به زيان زيان هم پاكستان ته رسي۔ د پاکستان سفير ووئيل دواړو هېوادونو له په دې شراكتداري پكار ده او دا هدف ترلاسه كول د پاکستان او افغانستان سياسي مشراون او د اولس ترمېنځه په رابطو ممكن دے۔ده ووئېل د پاکستان وزيراعظم او د پاك پوځ سرلښكر د افغانستان دورې كړي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت استعداد 6 اربه ډالره كلن ته رسېدے شي خو دا مهال يوازېيو ارب ډالره ته نزدے دے٬ تجارت زياتېدو سره به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسي٬ پاکستان د افغان ټرانزټ ټريډ مسائلو حل لپاره په جامع بنيادونو كار كوي۔ منصور احمد خان ووئيل تاپي ګاز منصوبې غوندې د يو شمېر منصوبو استعداد شته ٬ د افغانستان د لارې مونږ سيمه ايزو رابطو ته وده وركول غواړو۔ ده ووئيل پاک افغان ميډيا کانکليو كول خوشبينه دے٬ په دواړو هېوادونو كښې نوې كول رامخې ته شوے ۔ده ووئيل د دواړو هېوادنو د ميډيا نمائندګان د يو بل په هېوادونو كښې پكار دي٬ دې سره به مونږ له د يو بل په مسائلو پوهه او د دې حل له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان خبريالان او ميډيا سره تعلق لرونكو كاركنانو تربيه كولو له چمتو دے۔ ده ووئيل مونږ لهډرامه اوپه فلمي صنعت كښې شريك وېنچر پېل كولو ته هم پام كولو ته اړتيا ده۔