هند په جمو او کشمیر کښې د دولتي ترهګرۍ د له لارې د سیمې ثبات له مينځه وړي. تر څو چې كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو پرېكړو له مخې خپل حق ترلاسه نه شي زه به خپل غږ پورته کولو له دوام ورکوم۔ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد۔5 اګست (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي هند په جمو او کشمیر کې د دولتي ترهګرۍ د له لارې د سیمې ثبات له مينځه وړي. تر څو چې كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو پرېكړو له مخې خپل حق ترلاسه نه شي زه به خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکوم۔ پاكستان به په بشپړه توګه د كشميريانو مقدمه مخ په وړاندې بيايي۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټس كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل نن مقبوضه كشمير كښې د كال 2019 اګست مياشتې په 5 مه نېټه د هند يو اړخيزه او غېر قانوني ګامونو 2 كاله وشول۔ په دې موده كښې نړۍ په مقبوضه كشمير كښې د هند قابضو ځواكونو غېر معمولي تشدد او بربريت ليدلے ۔ نړۍ د كشميري اولس شناخت له مينځه وړولو او د آبادۍ تناسب په طافت بدلولو د هند هڅو ته هم ګوري۔ وزيراعظم ووئيل د هندي حكومت لخوا په مقبوضه كشمير كښې ظلم او زياتے د آر اېس اېس هندوتوا نظريې تسلسل دے۔ نن هند د خپلو جابرانه اقداماتو او د دولتي ترهګرۍ د لارې د منطقې ثبات له مينځه وړي كوم چې د نړيوال قانون او اقدارو خلاف ورزي ده۔ وزیراعظم ووئيل ما په نړيوالو فورمونو د كشمير غږ پورته كړے او تر كومې جې كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپل سباؤن د پرېكړې حق ترلاسه نه شي خپل غږ پورته كولو ته به دوام وركوم۔ هغه ووئيل پاكستان به په بشپړه توګه د كشمير مقدمه وړاندې بيائې او كه پاك پروردګار ته منظوري وي د كشميري اولس هلې ځلې به كاميابۍ سره مخ كېږي

مضمون کا ماخذ : apostas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں