د سي پېك دوېم پړاٶ به پاكستان كښې روزګار زيات او د جي ډي پي شرح نمو كښې مهم كردار ولوبوي

image

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) موجوده حكومت د تېرو دريو كالو په مهال سي پېك منصوبې ته پام لرنه كړې ٬ د سي پېك دوېم پړاو ئې پېل كړے كوم چې به پاكستان كښې روزګار زيات كړي او د جي ډي پي شرح نمو كښې به مهم كردار ولوبوي،پاك چين صنعتي مرسته به پاكستان په منطقه كښې پېداواري مركز جوړ كړي۔ رپورټ له مخې صنعتي زونز جوړېدو سره به ځائي صنعتكارو لپاره د سرمايه كارۍ بلها موقعې راپېدا شي٬ د چين د صنعتونو پاكستان ته منتقلۍ سره به د بې روزګارۍ خاتمه اوشي او په بېلا بېلا څانګو كښې د معلوماتو تبادله او پوهه به زياته شي۔ رپورټ له مخې اوس د سي پېك دوېم پړاٶ باندې كار پېل شوے او په دې پړاٶ كښې صنعتي مرستې سره به د كركېلې د ودې د منصوبو په سبب د وړومبي پړاو څخه زيات پراخه او ځانګړې آثرات مرتب شي۔ د ژوند هره څانګه په څه نه څه ډول سي پېك سره تعلق لري ٬ دې لپاره كه دا ووئيلې شي چې سي پېك ټولو لپاره ده نو دې سره به د دې منصوبې د وژن بهتر عكاسي وكړې شي٬ دا يوه خاص پرمختيائي منصوبه ده كومه چې نه يوازې تر چين او پاكستان محدود ده بلكې ټولې منطقې لپاره د پرمختګ او سوكالۍ ضامن ده۔ دې لپاره پاكستان او چين دواړه د سي پېك د ټولو منصوبو په وخت د بشپړولو عزم لري۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں