لاهور۔27 اګست (اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي پاكستان د قربانۍ ګډورے نه دے جوړ شوے بلكه له افغانستان څخه په فوځي انخلا كښې ئې تاريخ كردار لوبولے۔ ټول پاکستانیان په حفاظت سره له افغانستان څخه راویستلې شوي ٬ د افغانستان كوم كډوال دا مهال نه قبلووو البته غېر ملكي وګړي او په خاص توګه سفارتكارو ته د 21 ورځو د ټرانزټ وېزه وركولو او پاكستان ته د راتللو آساني وركړې شوې۔ هغه د جمعې په ورځ نادرا مېګا سنټر كښې خبري كنفرنس كښې ميډيا سره خبرې كولې۔ وفاقي وزير ووئيل د الوتكو د لارې راتلونكو لپاره د اسلام آباد دواړه هوائي ډګرونه او پیدل راتلونكو له د چمن او طورخم پولې پرانستې دي۔ د تفصيلات له مخې تر دې دمه 15 سوه كسان د الوتكو د لارې او 14 سوه پېدل رارسېدلي دي۔ پاكستان نه افغانستان ته د تلوونكو شمېره 12 سوه ده۔ وفاقی وزیر د كابل بمي چاؤدنو غندنه كولو سره ووئيل هند تر 20 كلونو پاكستان كښې د افغانستان له لارې د ناامنۍ خپرولو په ناوړه ايجنډا كاربند پاتې شو او آخر ئې ماتې اوخوړله۔ په سفارتي توګه د هند حالت ډېر كمزورے شوے ۔ د هغه وېنا وه چې د طالبانو د امن جذبې په اساس خبرې د اطمينان وړ دي۔ هغه ووئيل پاكستان افغانستان دواړه دا عزم لري چې خپله خاوره به د چا په ضد كارولو له ورنكړي ۔ د پاكستان د داخلي او سياسي وضعې په اړه هغه ووئيل ټول اولس او وزيراعظم عمران خان له په درې كلنه حكومتي كاركردګۍ مباركي وركوم۔ دا مهال پاكستان مستحكم او منطقه كښې زيات مهم هېواد ګرځېدونكے دے۔ اپوزيشن بايد ذاتيات نه لرې قامي فرض ترسره كولو ته خپل پام وګرځوي او حكومت سره به مرسته كولو هېواد مضبوط كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل نواز شریف به كله هم بېرته رانشي او كه راتلل غواړي نو 24 ساعته كښی هغه ته ټرېول ډاکومنټ وركولے شوو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د پاكستان په كوم سياسي ګوند كښې اوس ساه نه ده پاتې٬ دا يوازے عمران دے كوم چې د ګوند جوړولو سره كاميابي ترلاسه كړه۔ هغه ووئيل اوس به د انصاف او احتساب نظام لا قوي كېږي او راتلونكو دوو كلونو كښې به د نورو كېسونو پرېكړې رامخې ته شي او كرپټ كسان به زندانونو ته لاړ شي۔ په نارا كښې رامخې ته شوې فعاله بدلونونه هم شېخ رشيد احمد د حكومت مهه كاميابي وګرځوله