اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی) د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټۍ غړي نن د ګل په ورځ د جنرل هېډكوارټرز پېنډۍ دوره كوي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د دفاع وزارت په خواست دا دوره د روانې مياشتې په 30 مه نېټه د ګل په ورځ كېږي۔ دې نه وړاندې دا دوره د روانې مياشتې په 31 اګست د نهې په ورځ شېډول وه۔ د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټۍ چيئرمېن مشاهد حسېن سيد به د پلاوي مشري كوي۔ د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټۍ غړي به پارليمنټ هاؤس څخه روانېږي۔ سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم به د دفاع قائمه كمېټۍ غړي په حېث د پلاوي برخه وي