سلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د تيرو 24 ساعتونو په مهال 52 زره 112 کورونا ټېسټونه شوي۔ د قامي روغتيا وزارت د اړخه جاري شوې شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال 52 زره 112 کورونا ټېسټونه شوي۔چې پكښې 3838 كسانو کورونا ټېسټ مثبت راغلې۔دغسې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د کورونا ټېسټ نتيجو مثبت شرح 7.36 فیصده وه۔دې نه ځانله په دې مهال کورونا وائرس له امله 118 كسان مړه شوې دي۔