پاکستان المان سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ پاکستان د افغان شخړې او د عدم استحکام په سبب ډېرو ستونزو سره مخ دے ۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د المان خپل همڅنګ هائيكو ماس سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد30اګست (اے پي پي) خارجهوزير شاه محمود قرېشي د پاك المان په زياتې شوې دوه اړخيزه مرسته د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي پاکستان المان سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ دا خبرې وفاقي وزير د المان خپل همڅنګ هائيكو ماس سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ وفاقي وزير سره په خارجه وزارت كښې ملاقات كولو۔ د خارجه دفتر له مخې په ملاقات كښې دواړو خارجه وزيرانو د افغانستان صورتحال پشمول د دوه اړخيزه اړيكو په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ خارجه وزير د المان خپل همڅنګ د افغانستان صورتحال پحقله د پاکستان د نکته نظر نه خبر كړو او وئ وئيل د نزدې ګاٶنډې په حېث پاكستان د افغان شخړې او عدم استحكام په سبب د تېرو 40 كالو نه ستونزو سره مخ دے۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام ډېر اهميت لري٬ په دې لړ كښې د افغانانو تحفظ٬ سلامتيا او د اجتماعيت وړ سياسي تصفيه ډېره مهمه ده۔ خارجه وزير په دې خبره زور روارو چې د نړيوالې ورورولۍ مثبتو پېغاماتو او د تعميري هڅو د لارې رابطې ساتلو ته اړتيا ده٬ په دې لړ كښې په افغانستان كښې د بشري ضرورتونه او تل پاتې اقتصادي استحکام باوري كول ضروري دي۔ ده ووئيل امنيتي وضعه مستحكمول ٬ امن برقرار ساتل او په لويه كچه د افغان كډوالو لاره نيولو لپاره اقدامات هم ضروري دي٬ افغانستان سره په زړه پورې رابطو سره به د ھغه مشتركه اهدافوسر كولو لښې پېشرفت له هم مرسته ترلاسه شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د المان خپل همڅنګ په دې وروستيو كښې د افغانستان ګاٶنډيانو هېوادونو ته د خپلو دورو او د هغوي مشرانو او خارجه وزيرانو سره د رابطو نه خبر كړو۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ د بېلا بېلو هېوادونو سفارتي عملې٬ د نړيوالو ادارو اهلكارو او د ميډيا استازو د كابل څخه راويستلو له مرسته كوٶ۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں