اسلام آباد 01ستمبر (اے پي پي)خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان د افغانستاند بيا رغونې او د افغانانو بشري مرستې كولو لباره عزم لري۔ د خارجه دفتر له مخې د كاناډا خارجه وزير ماركګارنيو د شورو په ورځ د پاكستان خپل همڅنګ شاه محمود قرېشي سره د وېډيو لنك د لارې رابطه كړې۔ دواړو خارجه وزيرانو د افغانستان په بدلېدونكې وضعه او د افغانانو د بشري مرستې پحقله د خيالاتو څرګندونه كړې۔ خارجه وزير د كاناډا خپل همڅنګ كابل څخه د بېلا بېلو هېوادونو سفارتي عملې٬ د نړيوالو ادارو اهلكارو او د ميديا نمائندګانو په حفاظت سره د راويستلو په اړه د پاكستان د شوي معاونت نه خبر كړو او د كاناډا خارجه وزير کابل څخه په انخلاء كښې د پاکستان لخوا د مرستې او معاونت ستائنه كولو سره د خارجه وزير او د پاکستاني قيادت مننه وكړه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان په افغانستان كښې د اجتماعيت وړ سياسي تصفيه غواړي،افغانستان دا مهال د تاريخ د يو نازك پړاٶ څخه تېرېږي٬ نړيوالې ورورولۍ له پكار دي چې ھغوي افغانستان د انساني الميې څخه ساتلو لپاره د افغانانو مالي معاونت باوري كړي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان د افغانستاند بيا رغونې او د افغانانو د انساني مرستې كولو عزم لري۔ د يادونې وړ ده د دواړٶ خارجه وزيرانو تر مېنځه سږ كال دا درېمه رابطه وه۔