لاهور۔5 ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي افغانستان سره زمونږ ژورې ستراتيجيكي ٬ سماجي او معاشي اړيكې دي۔ هند افغانستان كښې ذلت او رسوائۍ سره مخ شوے۔ د يو شمېر هېوادونو د استخباراتي ادارو مشرانو د كابل دوره كړې ده۔ په استخباراتي كچه غېر روايتي رابطې په ځائې ساتلې شي۔هند په افغانستان كښې ذلت او رسوائۍ سره مخ شوے۔ هند په افغانستان كښې كوم كردار نه لري۔ د مشر حريت لارښود سيد علي ګېلاني په حق رسېدو نه وروسته هم هند يرې سره مخ دے۔ سيد علي ګېلاني د مقبوضه كشمير آزادۍ علامت ؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د مشر خبريال مجيب الرحمن شامي سره د هغه د ورو په مړينه د غمرازۍ او فاتحه خوانۍ نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل هند چې د حريت لارښود سيد علي ګېلاني د مړي كومه بې حرمتي كړې وزيراعظم عمران خان د هغې سخته غندنه كړې۔ د پاكستان حكومت او اولس هم ددې سخته غندنه كوي۔ هغه ووئيل مونږ كشميري اولس ته دا وئيل غواړؤ چې مونږ د مضبوط دېوال په ډول ستاسو په شا ولاړ يؤ۔ هغه ووئيل د افغانستان چې كوم صورتحال دے زه ډېر حېرانه يم په هغه خلكو او په خاص توګه په هندي ميډيا ٬ زه خو د كابينې په راروانه غونډه كښې دا خواست كوؤنكے يمه چې هسې هم زمونږ تجارت دا مهال نه كېږي هندوستان سره نو مونږ ته دې هندوستان ته د برنال برآمد كولو اجازه راكړې شي دغسې چې دغلته كوم سوزش روان دے د هغې درملنې وكړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل جنرل فېض كوم اولنے د استخباراتي ادارې مشر نه دے كوم چې د كابل دوره كړ ے ده٬ دې نه وړاندې د امريكائي ميډيا رپورټ لمخې د امريكا د سي آئي اے چيف دغلته تلے دے٬ د تركيه چيف دغلته تلے دے٬ د قطر د استخباراتي ادارې چې كوم چيف دې هغه د كابل دوره كړې ده۔ هغه ووئيل په پاكستان ژور اغېز لري ٬ كوم څه چې افغانستان كښې كېږي۔دغې ځائې څخه نقل مكاني كېږي ٬ دغه نقل مكاني كه پاكستان پلو كېږي ٬ نو د دې زيات اغېز به په مونږ كېږي٬ دې نه پس كه دغلته كوم سياسي عدم استحكام دے٬ نو تر ټولو زيات پاكستان ځپلے كېږي۔ دغسې كه دغلته د انتها خوښ تنظيمونو د ترهګرۍ حق جوړېږي نو د دغې اغېز په پاكستان پرېوځي۔ هغه ووئيل مونږ افغانستان سره ډېرې ژورې ستراتيجيكي ٬ د معيشت حوالې سره ٬ سياسي ٬ سماجي او معاشي اړېكې لرؤ۔ هغه ووئيل اوس دا مهال چې په افغانستان كښې كوم سياسي حكومت نشته٬ او اوس يو خلا روانه ده ٬ نو ښكاره خبره ده چې د استخباراتي ادارو كومې رابطې دي او هغه غېر روايتي رابطې وي هغه به دغسې روانې وي۔ هغه ووئيل دا مهال د مثال په توګه كه خارجه وزير شاه محمود قرېشي دغلته لاړو نو دغلته به چا سره ملاقات كوي؟ هغه ووئيل زمونږ پالېسي د افغانستان په اړه نړۍ سره يو ډول ده٬ فرق بس دومره دے چې صدر بائيډن نن دا خبره كوي چې دا بايد سياسي حل ولري ٬ او مونږ دا ګڼو چې صدر بائيډن صحيح خبره كوي ٬ صرف دا خبره ده چې پاكستان دا خبره كلونه مخكښې كوله٬ وزيراعظم عمران خان د كال 2007 نه دا خبره كوله٬ او په پاكستان كښې چې زمونږ كومه مجموعي رائې وه هغه دا وه چې تاسو يو سياسي حل پلو مخ په وړاندے لاړ شۍ٬ فرق دومره دے چې پاكستان د دومره زيان نه مخكښې دې پلو پام راګرځولو او امريكا او باقي هېوادونه د دومره زيان نه وروسته دا خبره كوي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل اوس هم د پاكستان پالېسي دا ده چې مونږ يو عام افغانے وګړے پرېښودلے نه شؤ٬ او د يو عام افغان وګړي چې دا وخت كوم ژوندے دے هغه هم هغه اهميت لري كوم چې هغه خلكو ته ترلاسه دے كوم چې دا مهال افغانستان څخه وتلي دي۔ هغه ووئيل مونږ خو افغانستان نه په وتلو كښې بشپړه مرسته كړې ده٬ تاسو ليدلي دي كوم بهرني وګړي چې په كابل كښې نښتې وو د هغوي بهر ويستلو له چې پي آئي اے كومه مرسته كړې ده٬ زمونږ سفارت چې كومې هڅې كړي دي٬ بيا ميډيا سره تړون لرونكي كسان كوم چې دغلته نښتې وو ٬ هغوي لپاره د اطلاعاتو وزارت او دغلته كابل كښې چې زمونږ كوم پرېس سېكشن دے ٬ كومه مرسته چې پاكستان كړې ده افغانستان نه په بهر وتلو كښی هغه بشپړه مرسته ده او مونږ به دا دغسې روانه ساتؤ۔ هغه ووئيل نن زمونږ پولې پرانستې دي ٬ زمونږ فضائي لارې پرانستې دي٬ مونږ به دغلته د نښتې كسانو وتلو له هڅې روانې ساتؤ٬ دې سره سره دا وئيل چې كوم كسان په كابل كښې پاتې شوي دي مونږ د هغوي پرواه ونكړو٬ مناسب نه دي۔ هغه ووئيل زمونږ لپاره دواړه قسمه افغان وګړي ٬ او دواړه قسمه خلك ٬ يو هغه چې كابل پرېښودل غواړي ٬ او مونږ هغوي سره مرسته كوؤ٬ او هغه چې كوم وروسته پاتې شوي دي ٬ هغه هم اهم دي۔ هغه زياته كړه چې مونږ افغان اعلی چارواكو سره تماس نيول غواړو ٬ دغسې چې د دواړه قسمه وګړو خيال وساتلے شي٬
كه مونږ دا ووايؤ چې كوم افغان وګړي وروسته پاتې شوي دي ٬ هغه به مونږ پرېږدو ٬ نو د دغې په نتيجه كښې به افغانستان كښې عدم استحكام رامخے ته شي۔ هغه ووئيل دا د نړۍ په ګټه نه ده چې دا خلا دغسې پاتې شي۔ هغه ووئيل اوس اوس د برطانيه خارجه وزير دلته تشريف راوړے ؤ٬د هغه نه وړاندے د المان خارجه وزير دلته راغلے ؤ ٬ د پاكستان وزيراعظم نزدې د يو درځن نه زيات غېر ملكي لارښودو ٬ كومه چې نړيواله مشرتابه ده ٬ سره خبرې شوي دي٬ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي صاحب نزدې يو نيم درځن نه زيات خارجه وزيرانو سره خبرې شوي دي۔ هغه ووئيل او زمونږ نقطه نظر دا دے چې تاسو افغانستان ځانله مه پرېږدۍ٬ او د افغانستان واكمنو سره يوه نزدې رابطه ضروري ده دغسې چې مونږ يو داسې حكومت پلو مخ په وړاندې لاړ شؤ كوم كښې چې د افغانستان ټولې لساني ډلې شامل وي٬ دغسې چې افغانستان كښې استحكام رامخې ته شي۔ هغه ووئيل زه په دې خبره نه پوهېږم چې هندوستان د پاكستان په دې هڅو ټكونه ولې كوي؟ هغه ووئيل هندوستان افغانستان سره هېڅ تعلق نه لري٬ د هغوي خو يوه انچ پوله هم افغانستان سره نه لګي٬ ولې نن سبا كه هندي ميډيا ته وكتلې شي نو داسې ښكاري لكه افغانستان د هندوستان تر ټولو لويه مسئله ده۔ هغه ووئيل هند بايد خپل كار كوۍ٬ د يو پي ټاكنې راروانې دي٬ هغه بايد ټاكنې وكړي۔ هغه ووئيل د افغانستان پلو هند خپل پام ولے ګرځولے دے؟ نه خو ئې افغانستان سره وړاندې كوم تعلق ؤ٬ نه شته او نه به وي۔ وفاقي وزير زمونږ چې د افغانستان په اړه كومه پالېسي ده هغه ډېره ښكاره ده او هغه پالېسي دا ده چې افغانستان كښې بايد ستحكام وي ٬ په افغانستان كښې د هندوستان هېڅ كردار نشته٬ او دا ځكه چې كله هم هندوستان ته كوم رول وركړے شوے دے ٬ هغوي د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد ترهګرۍ لپاره كارولې ده كوم چې يو د نه قبولولو عمل دے۔ هغه ووئيل مونږ به هندوستان ته هېڅ كله دا اجازه ورنكړؤ چې هغه د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد وكارولې شي۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د افغانستان صورتحال په اړه خارجه دفتر وئيلي دي۔ افغانستان كښې چې د ټولو په مشاورت كوم حكومت جوړ شي مونږ به د هغې ملاتړ كوؤ۔ او تر كومې چې د طالبانو د تسليمولو خبره ده نو مونږ دا پرېكړه يوازې نه شؤ كولې۔ مونږ به سيمې او نړيوالو طاقتونو سره مخ په وړاندے ځو۔ هغه ووئيل د افغانستان استحكام لپاره چې څورمه كولې شؤ هغه به كوؤ۔ هغه ووئيل په افغانستان كښې حكومت جوړول زمونږ كار نه دے بلكې دا د افغانستان د اولس كار دے۔ هغه ووئيل څنګه چې د نورو هېوادونو كردار دغسې د منطقې د يو قوت په حېث زمونږ هم يو كردار دے۔ مونږ افغانستان سره 2700 کلومیټره اوږه پوله لرؤ۔ هغه ووئيل مونږ به د افغانستان استحكام لپاره خپل كردار ترسره كوؤ۔ هغه ووئيل په سري نګر هائي وے د حريت لارښود سيد علي ګېلاني يادګار جوړولو له به حكومت ته وړاندېز وركولے شي۔ هغه ووئيل ډاكټر عبد القدير خان ناروغه دے د هغه زر روغتيا له لاس په دعا ي
ؤ۔