اسلام آباد۔6 ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي ننۍ ورځ د هغو مېندو ، ناويانو او ماشومانو ورځ ده د كومو ځامنو د ژوند ملګرو او پلارانو چې خپل ژوند په وطن قربان كړے دے۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل دا ننۍ ورځ د هغه مېندو ورځ ده د كومو ځامنو چې د هېواد په مينه كښې د هغوي زړونه ويجاړ كړي٬ د هغې ناويانو ده د كومو د ژوند ملګري چې دوئي نه جلا شوي او د هغه كوچنيانو ده كوم چې يتمينان شوي دي٬ د وطن د كوچنيانو په سر دې د پلار سېورې سلامت وي ٬ د هغې شهيدانو په نوم ٬ د هېواد خاورې ګواه اوسه۔