اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی)پاكستان كښې د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف وئيلي دي چې پاکستان، آذربایجان او ترکیه په ګډه یو مضبوط اقتصادي بلاک جوړولې شي۔ ده ووئيل زمونږ هېواد پاكستان سره مضبوطې تجارتي اړيكې په ځايې كول غواړي كومې چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډستري دورې په مهال تاجرې ورورولۍ ته د خطاب په مهال وكړه۔ حضر فرهادوف ووئيل د آذربائيجان معيشت ښه پلو روان دے او دې د اروپا او آسيا ترمينځه د يو ستراتېجيكي ټرانسپورټ مركز په توګه خپل مقام جوړ كړے دے۔ ده ووئيل آذربائيجان سره نزدې مرسته په ځائې كولو سره پاكستان لپاره به د منځنۍ آسيا هېوادونو سره اړيكو ته وده وركولو له نوې لارې پرانستلې شي۔ ده ووئيل آئي سي سي دې آذربائیجان لپاره يو بل پلاوې تشكيل كړي ٬ ده باور وركړو چې زمونږ سفارت به ددې دورې كاميابۍ له بشپړه مرسته كوي۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر احسن ظفر بختاوري ووئيل چې آذربایئجان د تېل او ګاز په شمول بلها قدرتي پنګې لري او پاكستان دا مهال د اېل پي جي په ترلاسه كولو كښې ستونزو سره مخ دې له دې كبله هغه دې په دې څانګه كښې پاكستان سره مرسته وكړي۔ ده ووئيل پاكستان او آذربائيجان يو بل سره په زړه پورې اړيكې لري كومو څخه چې بايد ګټه پورته كړې شي او تجارتي او اقتصادي اړيكې مضبوطې كړې شي دغسې چې دواړه هېوادونه سوكالۍ پلو مخ په وړاندې لاړ شي۔ په دې مهال محمد اعجاز عباسی، زاهد مقبول، عثمان خالد، مقصود تابش، خالد چوھدری، راجه امتیاز، فاطمه عظیم، جاوید اقبال، ډاکټر محمد عثمان او نورو هم د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه او دوه اړخيزه تجارتي اړيكې ښه كولو له يۍ ګټور وړاندېزونه وركړل۔