اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د خارجه چارو وزیر مملکت حنا ربانی کھر د ناروے 2 ورځنۍ دوري په مهال د ناروے خارجه وزير اینیکن هیټ فیلډ او سټیټ سیکرټری ایرلنګ رمسټادے سره ملاقاتونه كړې دي۔ د خارجه دفتر وياندې له اړخه د شورو په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزیر مملکت د ناروے پارلمان كښې د خارجه چارو او دفاع لپاره د قائمه کمېټۍ غړو سره ملاقاتونه كړې دي د كوم قیادت چې د کمېټۍ چیئرپرسن این ایرکسن سورائیډ کوله۔ د ناروے خارجه وزير اینیکن هیټ فیلډ سره ملاقات كښې ډلو د 75 كلونو راهسې دوه اړخيزه اړيكې وستائلې او په ګڼو څانګو كښې ئې د اړيكو لا قوي له سلا وكړه۔ دوي سيمه ايز او نړيوالو چیلنجونو مخنيوي لپاره د ګڼ اړخيزه اهمیت پخلے وكړو۔ وزیر مملکت د ایرلنګ رمسټاد سره ملاقات كښې په پاکستان كښې سېلاب ځپليو لپاره د ناورے په مرسته مننه وكړه۔ ډلو په پاکستان كښې د مائیکرو هائیډرو پاور پلانټس كښې په سرمایه کارۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه او ګرین انرجی، شپنګ او بلیو اکانومی او اعلیٰ تعلیم او تحقیق كښې د مرستي زياتولو سلا وشوه۔ ملاقات كښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو او بيلو مسئلو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ د خارجه چارو او دفاع لپاره د قائمه کمېټۍ غړو سره په ملاقات كښې په دوه اړخيزه مرسته او د شريكي خوښي په سيمه ايزو او نړيوالو چارو او نړيوال امن ته په رامخې ته خطر د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وزیر مملکت هيله څرګنده كړه چې ناروے نړيوال قوانينو ته ودي وركول او نړيوال شخړو حل كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ وزیر مملکت د نارویجن انسټی ټیوټ آف انټرنیشنل افیئرز ته خطاب وكړو چرته چې هغوي په نړيوال امن او سلامتیا خبرې وكړې۔ دستوره كښې سفارت کارو ، سیاستمدارو ، د ناروے خارجه وزارت چارواكو ، پوهانو او د ميډيا نمائندګانو ګډون وكړو۔ وزیر مملکت نارویجن کمپنیو اعلیٰ انتظامیي سره هم ملاقات كړې كوم چې پاکستان كښې وړاندې څخه کاروبار كوي چې پګښې ایګزیکټیو وائس پریذیډنټ ټیلی نار ریټا سکجائیرك، سی ای او سکیټیك ټیرجے پِلسکوګ، سی ای او جوټن پینټس مورټن فان، چیئر نورهائیډرو رابرټ سټور بیك او سی ای او نورهائیډرو رخسار حامد شامل دي۔ دي هيله څرګنده كړه چې د دوي سرمایه کاری به د ناروے نور نجی کمپنی پاکستان سره کاروباری اړيكو جوړولو ترغيب وركړي۔ وزیر مملکت د اېس ایم ایز او آئی ټی څانګو كښې ځوانانو او خواهش لرونكو نارویجن سوداګرو يوي ډلي سره هم ميلمستيا كښې ملاقات وكړو څوك چې په پاکستان كښې کاروبار کولو كښې خوښي لري۔ په غونډه كښې د ناروے شپ اوونرز ایسوسی اېشن سینئر نمائندګانو ګډون وكړو۔ وزیر مملکت دا دوره د پاکستان او ناروے ترمينځه دوه اړخيزه سياسي مشاورت 12مي غونډي څخه وړاندې شوي۔ بیان له مخې د ناروے قیادت سره خبرو اترو سره به د راروان مشاورت ایجنډے لارښودنه كښې مرسته وشي