د ايئر مارشل(ر)فرحت حسېن خان او سيف انجم د سول ايوي اېشن هېډكوارټرز دوره

image

كراچۍ 31 اګست(اے پی پی)د لنډ مهاله وزيراعظم د هوا بازۍ صلاحكار ايئر مارشل(ر)فرحت حسېن خان او د ايوي اېشن سېكرټري سيف انجم د سول ايوي اېشن هېډكوارټرز كراچۍ دوره وكړه۔د خپلې دورې په مهال دوي د سول ايوي اېشن د بشپړ شويو او روانو پروژو په اړه تفصيلي بريفنګ واخست۔ د سول ايوي اېشن اتهارټي وياند لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د لنډ مهاله وزيراعظم د هوا بازۍ صلاحكار او د ايوي اېشن سېكرټري سول ايوي اېشن ته هېډكوارټرز ته په رسېدو د سول ايوي اېشن اتهارټي ډي جي خاقان مرتضٰی او نورو افسرانو هركلے ووې۔ دې نه پس د سي اے اے ډي جي او اعلٰی چارواكي د هوا بازۍ صلاكار او د ايوي اېشن سېكرټري ته بريفنګ وركړو۔په دې موقعه په ټولو پروژو تفصيلي خبرې هم وشوې۔

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں