اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله خارجه وزير جليل عباس جېلاني د ملګرو ملتونو امن هلو ځلو لپاره د پاكستان د شپږ لسيزو د اوږدې مودې پېوستون ذكر كولو سره وئيلي چې دا نړيوال امن او سلامتيا لپاره د پاكستان د كردار ښكاره څرګندونه ده۔ وفاقي وزير دا خبرې د ملګرو ملتونو د امن مشن د وزارتي غونډې تيارو جاج اخستلو له د كنفرنس د پائې غونډې ته وېنا كښې وكړه۔ خارجه وزير په دې موقع د امن عظيم مقصد لپاره د 171 پاكستانيانو د قربانيو پشمول ټولو مېړنو ځوانانو او مېرمنو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده د ملګرو ملتونو امن ډلو لپاره د محفوظ ماحول باوري كولو په ضرورت زور راوړو كوم چې ګرده نړۍ كښې امن لپاره خپل خدمات ترسره كوي