پاكستان به د كشميري اولس سياسي٬سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ خارجه دفتر

image

اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو او كشمير شخړی عادلانه او سوله ايز حل لپاره د كشمري وګړو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔د خارجه دفتر وياندې د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ كښې ووئيل هندي سپريم كورټ د هند د كال 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات توثيق كولو سره د كشمير شخړې متنازعه نوعيت نظر انداز كړے دے۔ د هند سپريم كورټ په جمو كشمير كوم اختيار نه لري كوم چې په نړيواله توګه منلې شوې يوه شخړيزه سيمه ده او نه د هندي آئين كوم شق په جمو كشمير لاګو كېږي۔د نړيوال قانون له مخې د جمو كشمير سيمې حتمي پريكړه به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې كېږي۔ده ووئيل وزيراعظم انوار الحق كاكړ كشميري اولس سره د پاكستان لخوا د بشپړ تړون څرګندونې له د زيارت په ورځ د آزاد كشمير دوره وكړه۔د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ ته په خپل خطاب كښې ده د كشمير حېثيت په اړه د هندي سپريم كورټ غېر قانوني پريكړه به سختۍ سره مسترد كړه۔وياندې ووئيل پاكستان په ډېره اسماعيل خان كښې په امنيتي ځواكونو د نهې په ورځ په شوې ترهه ګر بريد د نړيوالې ورورورلۍ د اړخه د خواخوږۍ څرګندونه اوپه دې اړه د غمرازۍ پیغامونه ستائېلې دي۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غړو د دې ناوړه ترهه ګر بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده۔د سلامتي كونسل غړو د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې د ككړو كسانو٬منتظيمونو٬د دې مالي مرسته كوونكو د انصاف سره د مخ كولو په حاجت زور راوړے ۔هغوي په ټولو هېوادونو زور راوړے چې هغوي په دې لړ كښې د پاكستان حكومت سره او نورو اړوندو چارواكو سره هم فعاله مرسته وكړي۔ده ووئيل مونږ د افغان عبوري حكومت دا بيان نوټ كړے چې هغه به د 12 دسمبر ترهه ګر بريد پلټنې كوي۔دې ووئيل افغانستان له به په دې ناوړه بريد كښې د ككړو وګړو په ضد سخته كاروائي كول وي۔ ده ووئيل مونږ هيله لرو چې افغانستان به د پاكستان په ضد د ترهه ګور تنظيمونو لخوا د افغان خاورې كارولو مخ نيوي له كوټلې ګامونه پورته كړي۔وياندې ووئيل پاكستان په 12 دسمبر 2023 د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا د منظور كړي قرارداد هركلے كوي په كوم كښې چې په انساني بنيادونو د جنګ بندۍ او د غزه اولس ته د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان رسولو غوښتنه شوې ده۔ دې ووئېل پاكستان په مغربي كناره د زياتو شوو اسرائيلي ظلمونو او د لبنان او سوريه په ضد د بريدونو غندنه كړې كومه چې د دې هېوادونو د سيمه ايزې خپلواكۍ خلاف ورزي ده۔وياندې زياته كړه چې نړيوالې ورورولۍ له به د اسرائيل زياتېدونكې جارحيت مخ نيوي له كوټلے اقدام كول وي۔دې ووئيل پاكستان دا ګڼي چې په مينځني ختيز كښې تل پاتې امن د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د او آئي سي د اړوندو قراردادونو له مخې د اسرائيل فلسطين شخړې عادلانه او سوله ايز حل سره تړلے دے۔دې ووئيل اېډېشنل خارجه سېكرټري (اروپاﺀ)٬ ايمبيسيډر شفقت علي خان 11 څخه تر 14 دسمبر 2023 د ماسكو دوره كړې ۔په دې مهال دواړو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو مثبت جاج واخست او د تجارت٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د توان په څانګو كښې يې د اعلٰی كچ په خبرو اترو٬مشغوليت او د همكارۍ په زياتولو موافقت وكړو۔دواړه د افغانستان پشمول په سيمه ايزو مسئلو٬تعميري خبرو روانو ساتلو ته هم صلاح شوي ۔دې ووئېل افغانستان لپاره خصوصي استازے ايمبيسيډر آصف دراني به د 13 څخه تر 15 دسمبر 2023 په جنيوا كښې په كېدونكي دوهم ګلوبل ريفيوجي فورم كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں