د جموں و کشمیر شخړې حیثیت په نړيواله كچه تسلیم شوے دے ،د آزاد جموں و کشمیر او د ګلګت بلتستان د سړک د لارې رابطه ډېره ضروري ده ،نګران وزیراعظم

image

مظفر آباد۔15دسمبر (اے پی پی)نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د آزاد جموں و کشمیر د ټولو مسائلو حل کولو باور وركولو سره وئېلي دي د جموں وکشمیر د شخرې حیثیت په نړيواله كچه تسلیم شوے دے،د آزاد جموں و کشمیر او د ګلګت بلتستان د سړک د لارې رابطه ډېره ضروري ده د كومې لپاره چې په ترجیحي بنیادونو د کار کولو ضرورت دے،د آزاد جموں و کشمیر د سیلګرۍ صلاحیت څخه په زړه پورې ګټه پورته كول غواړي۔ د وزیراعظم دفتر میډیا څانګې څخه د جاري شوي بیان تر مخه ده د دې خیالاتو څرګندونه د جموں و کشمیر د کابینې خاص غونډې مشرۍ په مهال وكړه ۔ د آزاد جموں و کشمیر وزیراعظم او کابینې د هندي سپریم کورټ د اړخه د جموں و کشمیر حیثیت په اړه د هند غیر قانوني او يو اړخيزه اقدامات توثیق کولو نه وروستو د کشمیریانو سره د يووالي څرګندونې او د آزاد جموں و کشمیر په دورہ کولو د وزیراعظم کاکړ شکریه ادا کړه ۔د آزاد جموں و کشمیر وزیراعظم او د کابینې د اړخه د پاكستان نګران وزیراعظم د آزاد جموں و کشمیر قانون سازې اسمبلې ته د خطاب په زړه پورې ستائنه شوې ۔د آزاد جموں و کشمیر وزیراعظم نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مخاطب کولو كښې ووئېل تاسو د دواړو خوا کشمیریانو زړونه وګټل او د دوي د جذبات هم غوره ترجماني وكړه۔ ده ووئېل د پاكستان وزیراعظم خطاب کشمیري اولس، سمندر پورې کشمیریانو ، د کشمیر اکادیمیه ، سول سوسائټۍ او میډیا د اړخه ستائېلے شوے ۔د آزاد جموں و کشمیر د کابینې غړو وېنا وه د پاكستان وزیراعظم په زړه ور مؤقف په کشمیریانو كښې د امید نوې رڼا راپیدا كړې ۔د کابینې غړو سره خبرو كښې وزیراعظم کاکړ ووئېل زه آزاد جموں وکشمیر ته د پاكستان ریاست مؤقف بيا يادولو لپاره راغلے يم چې پاکستان د کشمیریانو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔ ده ووئېل۔ د شونټر ټنل، مري-مظفرآباد ایکسپریس وے، مانسهرہ -مظفرآباد-منګلا، میرپور ایکسپریس وے د جوړولو په اړه به وفاقي حکومت هر ممکن مرسته او ملاتړ كوي۔ ده ووئېل د آزاد جموں و کشمیر او د ګلګت بلتستان د سړك د لارې رابطه ډېره ضروري ده د كومې لپاره چې په ترجیحی بنیادونو کار کولو ته ضرورت دے ۔ ده ووئېل د پاكستان حکومت په ټولو وزارتونو كښې به د آزاد جموں و کشمیر په اړه کارونه هم وړومبے تر سره كولے شي

مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں