اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) الېکشن کمېشن د تحريك انصاف د انټرا پارټي ټاكنو كېس پرېكړه محفوظ كړې ده ۔ د ګل په ورځ الېكشن كمېشن كښې د چيف الېكشن كمشنر سکندر سلطان راجه په مشر كښې پنځه كسيز بنچ د كېس اورېدنه وكړه ٬ په دې موقع د پي ټي آئي لخوا بېرسټر علي ظفر دلائل كښې ووئيل د ګوند د چيئرمېن موده پنځه كاله او د پېنل موده درې كاله ده٬ كه د عهدېدارو انتخاب د مقابلې نه غېر وي نو انتخابات ضروري نه وي٬ زمونږ انتخابات د مقابلے نه غېر شوې دي٬ د انټر پارټي د ټاكنو پحقله قانوني طريقه كار مقرر نه دے۔ د كمېشن ممبر ووئيل د انټرا پارټي په ټاكنو كښې شېډول خو جاري كېږي٬ په آئين كښې شته چې انتخابات د قانون له مخې وي۔ د پي ټي آئي وكيل ووئيل د ورځپاڼو د لارې د ګوند ټاكنو څخه مو اړوند خبر كړي وو ۔ د كمېشن ممبر ووئيل دا پرېكړه د وړاندې نه شوې وه چې ټاكنې به د مقابلې نه غېر وي٬ د ټاكنو د ځاے پحقله خبره نه دې شوې۔ وكيل ووئيل زمونږ اته لكه 37 زره ووټران دي٬ د اكبر اېس بابر نه علاوه هېڅ څوك درخواست كونكے نشته۔ دغسې د سماعت نه بس د بشپړه بحث نه پس كمېشن پرېكړه محفوظ كړه۔