ټول ټول قام د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د آزادۍ په هلو ځلو كښې د دوي سره ولاړ دے۔ ۔ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ اے جے كے ټي وي سره خاص مركه

image

اسلام آباد 15دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ كشميري اولس له باور وركړے چې د پاكستان ټول قام د خپلواكۍ حق لپاره د آزادۍ په هلو ځلو كښې هدوي سره ولاړ دے٬د كشميريانو د شموليت نه غېر د هند يو اړخيزه اقدامات سره د دوي په حېثيت كوم فرق نه پريوځي٬۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اے جے كے ټي وي سره په خپله خاص مركه كښې وكړه۔وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل ما د كشمير قانون سازې اسمبلۍ ته په خپل خطاب كښې د كشمير په اړه د پاكستان د مؤقف ترجماني او پخلے كړے۔ده ووئيل مشر حريت لارښود سيد علي ګېلاني پشمول حريت قيادت د آزادۍ لپاره هلې ځلې كړي۔د كشمير د شهيدانو په مونږ قرض دے٬د كشمير نه بغېر د پاكستان تصور ممكن نه دے ٬ ده ووئېل كشميريانو له باور وركوو چې د پاكستان ټول قام د خپلواكۍ حق لپاره د آزادۍ په هلو ځلو كښې دوي سره ولاړ دے۔ده ووئيل كشمير په نړيواله كچه منلې شوې شخړيزه سيمه ده٬ده ووئيل پاكستان د كشمير مسئله په هر فورم رامخې ته كړې او په سباؤن كښې به هم دغسې كوي۔د ميرواعظ پشمول د حريت لارښودو كردار د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو كښې د ستائنې وړ دے۔ ده ووئېل د حريت قيادت د هند ظلمونو باوجود د كشميريانو د آزادۍ هلې ځلې روانې ساتلي او دا لا زياتېږي۔وزيراعظم ووئيل د آزاد كشمير حكومت سره په ګډه په كنټرول لائن مېشته كشميريانو مسئلو حل كولو له اقدامات كوو۔ده ووئيل د تكميل پاكستان ترلاسه كولو كښې د كشميريانو كردار موثر دے۔دوي د قامي فريضې لپاره خپل كردار ترسره كوي۔مونږ به هله په قلار كېښنو جې د كشميريانو دا آزادۍ هلې ځلې تر منطقي انجام ورسېږي۔ ده ووئېل د هند ظلمونو باوجود د كشميريانو حوصلې لوړې دي٬د هغوي د آزادۍ هلې ځلې به په غوره ټكو ليكلې كېږي۔ټول پاكستانے قام د دوي سره ولاړ دے

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں