ډاكټر نديم جان سره د سعودي عربستان د روغتيا دوهم وزير ډاكټر هاني جوخدار ملاقات ٬ د روغتيا په څانګه كښې همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير ډاكټر نديم جان سره د سعودي عربستان د روغتيا دوهم وزير ډاكټر هانی جوخدار ملاقات وكړو۔ د دواړو لارښودو ترمينځه دا ملاقات د ګلوبل هېلتھ سېکېورټی سمټ په سائيډ لائن وشو۔ په ملاقات كښې د روغتيا په څانګه كښې همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سعودی عربستان محفوظې نړۍ لپاره د ګلوبل هېلتھ سېکېورټی سمټ په صورت كښې د پاكستان اقدام وستائلو۔ په ملاقات كښې د سعودي عربستان د روغتيا دوهم وزير ووئيل نړيوال كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنې په راكولو د پاكستاني حكومت مننه كوم۔ ده د روغتيا په څانګه كښې همكارۍ ته وده وركولو كښې خوښي هم ښكاره كړه۔ په دې موقعه د روغتيا وفاقي وزير ډاكټر نديم جان ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې مرسته زياتول غواړؤ۔ په ملاقات كښې د كنګ سلمان روغتون تعمير حوالې سره په شوي پېشرفت هم خبره وشوه كوم چې د سعودي عربستان په مرسته جوړولے شي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں