نګران وزيراعظم او خارجه وزير په ايران كښې د ترهګرو پټنځايونه په نخښه كولو نه وروستو د پېشرفت په رڼا كښې خپلې غېر ملكي دورې مختصر كړې۔ د خارجه دفتر ويانده

image

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي نګران وزيراعظم او خارجه وزير جليل عباس جېلاني په ايران كښې د ترهګرو پټنځايونه په نخښه كولو نه وروستو د پېشرفت په رڼا كښې غېر ملكي دورې مختصر كړي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال وياندې ووئيل د پاکستان کارروائي د ايران په ضد نه ده بلكې د ترهګرو تنظيمونو په ضد وه٬ پاكستان خپل ګاٶنډي هېواد سره سوله ايزې اړيكې غواړي او عمر له د خبرو اترو د لارې د چېلنجونو د مخنيوي هڅه كوي۔ دې ووئيل پاكستان د اسلامي جمهوريه ايران د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت بشپړ احترام كوي٬ د نننۍ كاروائۍ يواځنے مقصد د پاكستان خپله سلامتيا او د قامي مفادات تحفظ دے كوم چې تر ټولو مقدم دے او په دې سمجهوته نشي كېدې۔ وياندې د پاكستان لخوا د ايران په سېستان و بلوچستان صوبه كښې “ډېر جامع او ” په خاص هدف اډانه”د پوځي بريدونو نه ګهړې شيبه وروستو جاري كړے شوو د خپلو بيانونو پخلے كړے۔ دې ووئيل وزيراعظم دا مهال ورلډ اكنامك فورم كښې ګډون لپاره په ډېووس كښې دے او خارجه وزير د غېر وابسته تحريك مشرانو غونډه او په درېم ساٶتف سمټ كښې ګډون لپاره د يوګنډا په دوره دے، هغوي د “موجوده صورتحال له مخې” خپلې دورې مختصر كړي۔ وياندې په جاري صورتحال كښې د كوم درېم فريق د ثالثۍ په اړه د پوښتنې په ځواب ووئيل زه د دا ډول كوم پېشرفت خبر نه يم۔ دې ووئيل پاكستان د ايران اولس خپل ملګرے او وروڼه ګڼي او د صورتحال په نور خرابولو كښې هېڅ خوښي نه لري، هيله لرو چې دوېم فريق به د دې خبرې ادراك ولري۔ دې ووئيل پاكستان عمر له د خبرو اترو د لارې انتخاب كړے او امن باوري كولو لپاره به د ايران پشمول ګاٶنډيانو هېوادونو سره رابطې جاري ساتي۔ وياندې ووئيل “مرګ بر سرمچار‘‘ اساخباراتي بېسډ يو اپرېشن ٶ چې پكښې يو شمېر ترهګر وژلې شوي۔ وياندې ووئيل په تېرو څو كالو كښې پاكستان پرله پسې د خپلو سنګينو اندېښنو څرګندونه كړې ٬ په ايران دننه خپل ځان سرمچار بلونكو پاكستاني نژادو ترهګرو د خوندي او پټنځايونو او ژالو په اړه پاكستان جامع شواهدو سره سره يو شمېر ډوزيئر شېئر كړي۔ خو زمونږ په سختو تحفظاتو عمل نه كولو له امله دا تش په نامه سرمچار د بې ګناه پاكستانيانو وينې بهېولې٬ دې ووئېل نن سهار كاروائي د تش په نامه سرمچارو په ضد په لويه كچه د ترهګرۍ كاروائيو په اړه د مصدقه انټېلي جنس په رڼا كښې شوې ۔ دې ووئيل دا كاروائي د پاكستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي پوهې ثبوت سره سره د ټولو خطرو په ضد د خپلې قامي سلامتيا تحفظ او دفاع لپاره د پاكستان د غېر متزلزل عزم هم څرګندونه ده٬ پاکستان به د خپل اولس تحفط او سلامتيا لپاره ټول ضروري اقدامات كوي٬ وياندې ووئېل پاکستان به كله هم د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سالمتيا په كومه بهانه يا صورتحال كښې چا له د ځان چېلنج كولو اجازه ورنه كړي۔ وياندې ووئيل د نړيوالې ورورولۍ د يو ذمه وار غړي په حېث پاكستان د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو او مقاصدو پشمول د غړو هېوادونو د سيمه ايزې سالمتيا او خپلواكۍ احترام كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب چې آيا ايران د پاكستان د فضائي حدودو د خلاف ورزۍ كولو نه وړاندې پېشګي اطلاع وركړې وه٬ په ځواب كښې وياندې ووئيل” بيخي نه “دې د مند پشين بارډر ماركيټ او پولان ګبد ټرانسمېشن لائن حواله وركولو سره ووئيل پاكستان ايران سره د تجارت او توان غوندې په يو شمېر موضوعات رابطه كښئ دے خو “دوه ورځې وړاندې چې څه وشول ھغه د خېرانتيا وٶ”۔ د غزه صورتحال په اړه وياندې ووئيل د جنورۍ 14مه نيټه كال 2024 انساني ضمير لپاره د تكليف ورځ وه ٬ دا د فلسطين په ضد د اسرائيل د جنګ لسمه ورځ وه چې پكښې په غزه كښې 24 زره نه زيات كسان مړه شوي او دا شمېره هر تېرونكې ورځ سره زياتېږي،د اسرائيل لخوا د ظلمونو سلسله بايد ختمه شي۔ دې ووئيل بايد نړيواله ورورلي د فلسطين اولس د وحشيانه كاروائي څخه بچ كولو لپاره كردار ولوبوي٬ دې د جنوري كال 1990 په مهال د هند د غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د شوي قتل عام تذكره هم وكړه چې پكښې نزدې 100 كسان شيدان شوي وو٬ دغه شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كول او د ذمه وارو په ضد د كاروائۍ مطالبه كولو سره وياندې د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان به د جمو و كشمير شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې سپېځلي او سوله ايز حل لپاره د كشميريانو وروڼو خوېندو سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں